لیکنه: محمدصابر حمیدي
د کندهار امنیه قومندان تادین خان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د ورور جنرال رازق په څېر یې له ډيورنډ کرښي دفاع وکړه او د سرحدي سرتیرو د پخوا په ډول مرال درلود.
هغه چې د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته تللی وايي:
«تېره دوره او پرون به پاکستانیانو ته معلومه شوې وي، چې هیڅ توپير یې نه درلود، دوه کلونه مخکې چې ددې پولې څخه ساتنه کېدله پرون یې هم هغسي ساتنه وشوه.»
پرون پنجشنبه د افغان ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ سخته نښته وموښته، چې د ځايي چارواکو په وینا د شپې تر ۱۱ بجو یې دوام وکړ.
دا نښته وروسته له هغه پيل شوه، چې پاکستاني پوځیانو پر سپین بولدک ولسوالۍ د درنو او سپکو وسلو بریدونه پيل کړل.
د وروستیو معلوماتو له مخي دې بریدونو کې ۱۵ ملکي کسان وژل سوي او ۸۰ تنه نور ټپيان دي.
له هغه وروسته دفاع وزارت ټولو پوځي قوتونو ته لارښوونه وکړه، چي د تیار سي په حالت کې اوسي.