د ۲۰۲۰م د نوبل طبي جایزه؛ د سپین زیړي وایروس کشفوونکو ته ډالۍ شوه

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
راپور: نسیمه محمدي

دوه آمریکایان او یو انګلیسي‌پوه، چې د هېپټايټ C وایروس کشف کړی، وکولای شول د ۲۰۲۰م د نوبل د طب جایزه وګټي.
د راپورونو پر اساس، د سږکال د نوبل د طب فیزیولوژۍ جایزه، آمریکايي پوهانو هاروي آلتر او چارلز رایس او همدارنګه انګلیسي وایروس پېژندونکي مایکل هوتون د هېپټايټ C وایروس د کشفي څېړنو په خاطر ډالۍ شوه.
د کارولینسکا طبي انسټیټیوټ د نوبل کمېټې استازو وویل:

“په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، د هېپټايټ C (سپین ژیړي وایروس) د درملنې وړ دی. طبي موندنو د مزمن سپین ژيړي پاتې لاملونه په نښه، د وینې آزمایښتونه او نوي درمل چې د میلیونونه انسانانو د ژغورنې سبب شوي، ممکن کړي دي.”

د یادونې وړ ده چې لا هم د دغه ناروغۍ سره مبارزه روانه ده، ځکه چې په وینه کې تولید شوی زیړی لا هم هر کال د یو میلیون څخه زیاتو خلکو ژوند اخلي.
5f7c1f980a97a.jpg
د نوبل آکادمۍ د دوشنبې پر ورځ، د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان کړه، د دغه درېیو پوهانو په وسیله د سپین زیړي د وایروس تر کفش وړاندې، د A او B هېپټایټس پېژدل شوي وو، خو د هېپټايټ / زیړي د انتقال ډېری موارد د وینې له لارې له تشریح پرته پاتي وو، نو د هېپټایټ C کشف، د مزمنه ژیړیو د انتقال راز افشا او د امکاناتو د برابرولو سره، د وینې د معایناتو په تر سره کولو او د نویو درملو جوړولو اړینو شرایطو سره، تر اوسه د میلیونونو وګړو ژوند ژغورلی دی.
هېپټایټ C یو ډول وایروسي انتان دی، چې د ځیګر د التهاب سربېره، ممکن د ځیګر د شدید زیان لکه د ځیګر سیروز ( زخم/ ټپ) او سرطان لامل شي.