د راتلونکې شل اورېز نړیوال جام مهالوېش خپور شو

سپینه تجريدي ډیزاین

ټاکل شوې وه د ۲۰۲۰م کال د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام د هند په کوربتوب ترسره شوی وای، خو د کورونا له امله وځنډول شو او اوس به د یاد هیواد پرځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

 

د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام به د روان ۲۰۲۱م کال د اکتوبر میاشتې له ۱۷مې بیا د نوومبر میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې ترسره شي.

 

دا لوبې به د متحده عربي اماراتو په دوبۍ، ابوظبۍ او شارجه ښارونو کې ترسره شي.

 

د راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام په اړه معلومات

 

راتلونکی شل اوریزه نړیوال جام په دوو پړاونو کې ترسره کیږي، چې په لومړي پړاو کې به بنګله دېش، سریلانکا، عُمان، پاپو نګیني، ایرلینډ، هالنډ، سکټالنډ او نیمیبیا هیوادونه په خپلو منځونو کې ۱۲ لوبې د عُمان هیواد په کوربتوب له ټاکل شوې نیټې مخکې ترسره کړي او څلور مخکښې لوبډلې به یې د ۱۲ لوبډلو غوره پړاو ته لاره پیداکړي.

 

افغانستان، هند، پاکستان، انګلينډ، ويسټ انډيز، سويلي افريقا، آسټراليا او نيوزيلينډ هغه اته لوبډلې دي، چې وار له مخې یې ۱۲ غوره لوبډلو ته لاره پیداکړې.

 

له هغه وروسته د اکتوبر میاشتې له ۱۷مې نېټې څخه بیا د نوومبر میاشتې تر ۱۴مي نېټې پوري د ۱۲ غوره لوبډلو ترمنځ په دوو ګرپونو کښي د کرکټ شل اوریزه نړیوال ترسره کیږي، چې هره لوبډله به په خپل ګروپ کښي پنځه ـ پنځه سیالۍ ولري.

 

د معلوماتو له مخې د هر ګروپ څخه به دوې ـ دوې مخکښي لوبډلې بل پړاو ته لاره پيداکړي، چې لومړی د څلورو لوبډلو ترمنځ دوې نیمه پایلوبې او له هغه وروسته به بیا د نوومبر میاشتې په ۱۴مه نېټه د دوو لوبډلو ترمنځ د شل اوریزه نړیوال جام پایلوبه ترسره شي.

 

د نړیوال جام تازه خپور شوی مهالوېش

 

د کرکټ نړیوالې شورا تازه د راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام د لوبو مهالوېش خپور کړ.

 

د دې جام لومړی پړاو لوبې د اکټوبر په ۱۷مه نېټه د عُمان او پاپونيو ګينيا په لوبه سره پيليږي، چې د عُمان هیواد په کوربتوب به ترسره شي.

 

د لومړي پړاو څخه څلور د زياتو لوبو ګټونکي هيوادونه له اته نورو، افغانستان، پاکستان،هندوستان،اسټراليا، انګلينډ سويلي افريقا او ويسټ انډيز سره يو ځای کيږي چې د غوره ۱۲ هيوادونو سيالۍ به بيا د اکټوبر میاشتې په ۲۳مه نېټه د اسټراليا او سويلي افريقا په لوبه کولو سره راپیل شي.

 

وروسته به ددې جام لومړۍ نيمه پايلوبه د نومبر په ۱۱مه نېټه په ابوظبۍ او دویمه نیمه پایلوبه به بیا د همدې میاشتې په ۱۱مه نېټه په دوبۍ کې ترسره شي.

همدارنګه د نړیوال جام پایلوبه د نوومبر میاشتې په ۱۴مه نېټه په دوبۍ کې کیږي.

 

 

نړیوال جام کې د افغانستان لوبې

 

د کرکټ نړیوالې شورا د راتلونکې شل‌اوریزه نړیوال جام لپاره د لوبډلو ډلبندي هم مخکې کړې، چې افغانستان په ب ګروپ کښي له پاکستان، نیوزیلنډ او هند سره راووت.

 

لومړی ګروپ: انګلستان، اسټرالیا، سویلي افریقا او ویسټ انډیز

 

دویم ګروپ: هندوستان، پاکستان، نیوزیلنډ او افغانستان

 

دا هغه اته لوبډلې دي، چي وار له مخې یې نړیوال جام ته لاره پیداکړې، خو په لومړي پړاو کي تر نړیوال جام مخکې سریلانکا، ایرلینډ، پاپو نګیني، عُمان، بنګله دېش، ندرلینډ، سکاټلنډ او نیمیبیا هغه اته لوبډلې دي، چې وبه لوبیږي او د دوی څخه به څلور مخکښي لوبډلې د نړیوال جام په لومړي او دویم ګروپ کي ځای پر ځای کړل شي.

 

په همدې اساس افغانستان خپله لومړۍ لوبه د اکټوبر په ۲۵مه له غوراوي لوبو څخه د ورغلي هيواد سره کوي، دویمه لوبه د اکټوبر په ۲۹مه نېټه له پاکستان، دريمه لوبه د اکټوبر په ۳۱مه له غوراوي لوبو ورغلي هيواد، څلورمه لوبه د نومبر په ۳مه نېټه له هندوستان او پنځمه لوبه بیا د نوومبر میاشتې په ۷مه نېټه له نیوزیلنډ ملې لوبډلې سره ترسره کوي.

 

د کرکټ نړیوالې شورا له لوري کرکټ بورډونو ته خبرداری

 

د کرکټ نړیوالې شورا په راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام کې ګډونوالو هیوادونو ته د راتلونکې سیپټمبر میاشتې تر لسمي نېټې پوري وخت ورکړی، چې باید خپلې لوبډلې اعلان کړي.

 

د نړیوالې شورا ددې خبر ترڅنګ د نړیوال جام برخه والو هیوادونو ته ویل شوي، باید هر بورډ ورته ۲۵ کسان معرفي کړي، چې ۱۵ به لوبغاړي وي او پاته اته کسان به بیا کارمندان وي.

 

دا شورا وایي، د کورونا وبا له امله یې د لوبغاړو شمېر ۱۵ کړی، خو خبر یې ورکړی که کوم هیواد نور لوبغاړي لوبډله کې شاملوي، نو مصارف یې باید خپله په غاړه واخلي.

 

همدارنګه نړیوال جام کې د ګډونوالو هیوادونو بورډونو ته صلاحیت ورکړل شوی، چې د قرنطین څخه پنځه ورځې وړاندې په اعلان شوې لوبډله کې تغیرات راوستلای شي، خو د ۱۵ لوبغاړو لیست باید د سیپټمبر میاشتې لسمې نېټې ته وروسپاري.

 

د کرکټ نړیوالې شورا پر داسي مهال دا خبر خپور کړی، چې راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام ته یوازې تراوسه نیوزیلنډ خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړې او د افغانستان په ګډون نور ۱۵ هیوادونه لا هم پاتې دي.