ژباړه: مریم صدیقي
د سترګو پړسوب د موسمي الرژي له خورا عامو نښو څخه دي. کله چې ستاسو بدن له کوم شي سره حساسیت ښيي، ستاسو پوستکی هستامین ازادوي، او دا ډېری کله د سترګو پرسوب لامل کېږي.
دا یوه طبیعي خبره ده، چې هیڅوک د سترګو پړسوب نه خوښوي، او اندېښنه ورته کوي، خو کله کله بیا د اندیښنې وړ نه وی.
د سترګو د پړسوب ډېری لاملونه لري، چې دلته به یې پر اصلي فکتورونو خبرې وشي:
۱ـ لوړه تودوخه؛
کله چې په یخنۍ کې تاسې د خونې تودوخه لوړه وي، نو دا تودوخه د دې لامل کېږي، چې د ستوګو شاوخوا چې کوم مخاطي غشا دي، هغه ځان وچ کړي، او دا د ستوګو پړسوب لامل کېږي.
۲ـ د شپې لخوا سم خوب؛
د شپې لخوا سم خوب نه کول د سترګو پړسوپ لامل کېږي، په ځانګړي توګه که تاسو سره سټرس یا فشار هم مل وي. په داسې حالت کې د ادرینال غده د کورتیزول، په نامه هورمون ترشح کوي، کوم چې د بدن د مالګو انډول بدلوي. د ده لپاره، چې ستاسو د بدن د مالګې انډول په ناڅاپي ډول بدلون مومي، ستاسو بدن مایعات له ځانه سره ذخیره کوی، او دا د سترګو پړسوب علت ګرځي.
۳ـ ژړل
د سترګو پړسوب یو علت ډېره ژړا ده. کله چې د اوښکو غده ډېره وکارول شي نو په راتوی شویو اوښکو کې د مالګې په پرتله د اوبو سلنه ډېر وي. د دې اوښکو او شاوخوا نسجونو ترمنځ د مالګې غلظت کې توپیر د سترګو پړسوب لامل کیږي.
۴ـ د الکولو مصرف؛
الکول کولی شي د ډی هایډریشن او سترګو وچوالي لامل شي. همدارنګه هغه خلک چې له خوړو سره ډېره مالګه خوري. ممکن د سترګو شاوخوا د مایعاتو ذخیره جوړه شي. کوم چې د سترګو پړسوب لامل کېږي.