منځنۍ اسیا؛ د ځانوژنې ۶۰ سلنه نړیوالې پېښې ولې دلته رامنځته کیږي؟

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

یوه تازه څېړنه ښيي، چې د نړۍ په کچه د ځانوژنې تر ۶۰ سلنې پېښې په منځنۍ اسیا کې رامنځته کیږي.
دا څېړنه د تاجیکستان د یوه پوهنتون څېړونکو تازه کړې ده.
د څېړنې په حواله په نړۍ کې هرکال تر یونیم میلیونو پورې کسان ځانوژنه کوي، چې ۶۰ سلنه یې د منځنۍ اسیا په اړوندو هېوادونو کې دي.
نور جزیات
دا څېړنه د اسیا ټایمز په نوم خپرونې خپره کړې او ویلي، چې د تاجیکستان پوهنتون یوه ډله څېړونکو نیږدې ۳۰ کاله کار ورباندې کړی.
په اقتصادي لحاظ هغه هېوادونه، چې د خلکو د سر سړي عاید پکې تر ټولو کم دی، د ځانوژنې د پېښو ۷۶ سلنه پېښې یې اړوندیږي.
په جغرافیوي لحاظ بیا منځنۍ اسیا د دې پېښو د ۶۰ سلنه رامنځته کیدو ځای دی.
څېړونکو ویلي، چې لویدیزوال د دې باوجود چې هلته د اسیا په پرتله د ځانوژنې پېښې کمې دي، خو د څېړنو له پلوه یې زیات کار پکې کړی.
دوی هغه څېړنې نیمګړي ګڼلي او ویلي، چې د لویدیځ په پرتله به د ختیځ د ځانوژنو اړوندې څېړنې پیاوړې وي.
کوم هېوادونه زیاتې پېښې لري؟
د څېړنې د جزیاتو له مخې په اسیا کې قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبکستان د ځانوژنې ترټولو زیاتې پېښې لري.
قزاقستان بیا ترټولو زیاتې پېښې لري. دا هېواد ۱۷ میلیونه نفوس لري، چې د کلني ځانوژنې کچه یې ۳۸۰۰ تنو ته رسیږي.
سرچینه وایي: د اقتصادي ستونزو ترڅنګ په دغو هېوادونو کې کورنی تاوتریخوالی، رواني ستونزې او نور هم د ځانوژنې لوی لاملونه دي.
همدا شان پر نیشه یي توکیو اعتیاد، ټولنیزې ستونزې هم د ځانوژنې د پېښو لوی عوامل دي.
نور هېوادونه
سریلانکا، گویان، مغولستان، قزاقستان، ، سورینام، گینیا، استوایی، لیتوانیا، آنگولا او جنوبي کوریا له منځنۍ اسیا وراخوا په نړیواله کچه د ځانوژنې د زیاتو پېښو لرونکي هېوادونه دي.
آنتیگوآ او باربودا، باربادوس، گرنادا، برونئی، جامائیکا، باهاما، پاکستان، سائوتومه او پرنسیپ، سنت وینسنت او گرنادین‌ها او گواتمالا بیا هغه هېوادونه دي، چې د ځانوژنې پېښې تر ټولو هېوادونو پکې خورا کمې دي.