د افغانستان د روغتیا یوه مخکښه اتله ډاکټره سهیلا صدیق له څو کلونو راهیسې د حافظې د له لاسه ورکولو په ناروغۍ اخته او د مرګ په بستر پرته ده.
دا اوسنۍ سخته ناروغه لسګونه کاله د زرګونه افغانانو د ژوند ژغورلو په هڅه کې وه.
خو دا څوک ده؟
څه خدمتونه یې کړي؟
ولې د روغتیایي سکتور د یوې مخکښې اتلې په توګه یادیږي؟
ناروغي یې څه ده؟
او پر افغانستان څومره حقونه لري؟
په دې مطلب کې به دغو موضوعاتو ته نظر واچوو.
زوکړه او کورنۍ
ډاکټره سهیلا صدیق په ۱۳۲۷ لمریز کال د کابل د زاړه ښار په باغ نواب سیمه کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې.
د هغه پلار سردار محمد صدیق خان اصلاً د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ د یوې مشهورې کوررنۍ سړی او له شاهي دربار سره هم کورنۍ اړیکې لرلې.
د سهیلا صدیق پلار د کندهار، فراه او هرات د والي، د سرې میاشتې د ریس او هم د کابل ښاروال په توګه دنده ترسره کړې وه.
مور یې هم د امانیه ښوونځي فارغ التحصیله او د خپلو لوڼو روزونکې وه. د سهیلا صدیق ماما استاد برشنا د هېواد وتلی نقاش و.
سهیلا ۵ نورې خویندې لرلې، چې اکثره اوس له هېواده بهر، څوک یې مړه او څوک ژوندي، خو ټول لوستي او مطرحې ښځې وې.
د زوی تشه یې ډکه کړه!
د سهیلا پلار زوی نه درلود، سهیلا یې وروستۍ لور وه او هغه هیله من و، چې دغه اولاد به یې نارینه وي.
خو سهیلا په نجلۍ ځان د پلار د زوی نه لرلو ارمان تر ډېره پوره او د هغه نوم تراوسه دا دی ژوندی ساتلی.
سهیلا صدیق د سیمې په کچه له یوازینیو دوو وتلیو مېرمنو څخه ده، چې د ډګر جنرالۍ تر پوځي رتبې رسیدلې.
له سهیلا پرته یوازینۍ بله ډګرجنراله، چې په سیمه کې شته، یوه هندۍ جنراله ده.
ډاکټره سهیلا صدیق
سهیلا صدیق په ۱۳۴۵ کې د کابل د طب پوهنځي په دویم ټولګي کې وه، چې په تحصیلي بورس ماسکو ته لاړه.
له هغه ځایه په ۱۳۵۳ کې د عمومي جراحي د برخې د ډاکټرې په توګه هېواد ته راستنه او د دغې رشتې یوازینۍ مخکښه ډاکټره شوه.
سهیلا صدیق په دري، پښتو او روسي ژبو خبرې کولای شي؛ ګڼو ولایتونو او هېوادونو ته یې سفرونه کړي او د هېواد له خلکو او فرهنګ سره بلده ده.
هېواد ته له ستنیدو سره د عامې روغتیا وزارت نوموړې د سردار محمد داود خان څلورسوه بستریز روغتون ته په خدمتي ډول معرفي کړه، چې وروسته د دغه پوځي روغتون په غوښتنه له ملکي برخې څخه دفاع وزارت ته تبدیله او تر پایه د یاد شوي روغتون ډاکټره وه.
سهیلا صدیق د داودخان د واکمنۍ پروخت د برید جنرالۍ او د ۱۳۸۰ لمریز کال کې د ډګر جنرالۍ رتبه ترلاسه کړه.
د روغتیا د وزیرې په توګه
جنرال سهیلا صدیق د حامد کرزي د موقت حکومت پر مهال د ۱۳۸۰ لمریز کال د حوت په ۸ مه د عامې روغتیا د وزیرې او بیا په ۱۳۸۴ کې د ولسمشر د روغتیایي چارو د سلاکارې په توګه وټاکل شوه.
سهیلا صدیق د خپل ژوند ۳۶ کاله د هېوادوالو په خدمت کې تېر کړل.
هغه ان د تنظیمي جګړو پر مهال، چې کابل په اور سوزیده او ډېرو نارینه وو ترې له مجبوریته ځانونه وویستل؛ په دغه ښار کې پاتې او د جګړه ځپلو درملنه وکړه.
د مرګ په بستر پرته ډاکټره
ډاکټره سهیلا صدیق اوس څه باندې ۷۰ کاله عمر لري او له څو کلونو راهیسې یې خپله حافظه د لاسه ورکړې.
هغه د سردار محمد داود خان په روغتون کې له څو کلونو راهیسې بستره ده.
سهیلا صدیق خپل ـ خپلوان نه پېژني او په سختۍ سره ژوند کوي.
د ښځو وزارت غوښتنه
د ښځو چارو وزارت د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت غوښتنه کړې، چې د ملي امنیت د روغتون په شان د هېواد یو مهم روغتون دې د ډاکټرې سهیلا صدیق په نوم ونومول شي.