بریالی وینا کوونکی او وړاندې کوونکی باید دا ۶ ټکي پام کې ونیسي

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه او راټولونه: پلوشه فضلي
وینا کول باید جذب او انګېزه ولري، داسي چي مخاطب ځان ته جذب کړي. ستاسي ښه ارائیه هم که جذب ونه لري؛ خسته کوونکې ده. ددې له پاره چي وینا مو خسته کوونکې ونه اوسېږي، باید دا لاندي ۶ ټکي مدنظر ونیسئ:
– چمتووالی
د يوه بریالي وینا کوونکي له پاره د هغه د ښې او موثري وینا په موخه لومړی بویه چي ځان ته هدف وټاکي او ورپسې له ځانه وپوښتي:
o ولي وینا کوم..؟
o له مخاطبینو څه غواړم..؟
o د ارائیه کېدونکي موضوع سره د مخاطبینو د پوهاوي او بلدتیا سطحه معلومه کړئ
– تقسیم بندي
کله چي مو د ارائې هدف و مخاطبین مشخص کړل، اوس نو وار د تقسیم بندۍ دئ. ترټولو دمخه باید وخت مشخص کړئ او بیا هغه پر کوچنیو موضوعګانو ووېشئ. وخت باید پر داسي عنوانو ووېشئ چي په هر عنوان کي یو خاص هدف پروت وي. مثلاً اول د مقدمې یا پیلیزي له پاره وخت بېل کړئ، خپله موضوع لنډه او خلاصه تشرېح او بیان کړئ او دا واضحه کړئ چي ولي مو یاده موضوع انتخاب کړه. په دې ترتیب سره، هره برخه لنډه تشرېح او هدف مو باید پکښي روښانه وي. له مقدمې وروسته، چي نور بخشونه خلاص سول، بیا ئې پر نتیجه فکر وکړئ. ځکه چي مقدمه او نتیجه د يوه ښه وینا کوونکي له پاره باید ډېر تاثیر لرونکي وي.
– وینا باید څرګنده او تاثیر کوونکې وي.
که غواړئ چي بریالۍ وینا وکړئ، نو ارائیه مو لنډه، ساده، او روښانه کړئ. ځکه مخاطبین مو ټول جزئیات – ټکي – په- ټکي – نه سي په یادولای. څومره چي مو ارائیه سختېږي، هغومره مو موضوع خسته کېږي. ځکه نو وایو چي خپل موضوعات مو خلص راټول او بیا ئې وړاندي کړئ.
– د خپلي ارائې له پاره له پاورپواینټ څخه کار واخلئ!
کله چي له پاورپواینټ څخه استفاده کوئ، نو باید د هغه له اصولو او قوانینو سره بلدتیا ولرئ. له ارائې دمخه وګورئ چي د پروجېکټور پرده، او کمپیوټر خو به کومه ستونزه نه لري او هم ئې د استعمال سره باید بلدتیا ولرئ – داسي چي د پاور پواینټ په هر سلایډ کي باید له ۶ لیکو زیات خط نه وي. د خط اندازه باید غټه وي، چي مخاطبین ئې له هرځایه په آسانۍ ولیدلای سي او رنګ د خط باید سترګو ته اذیت ورکوونکی نه وي. ځکه زیات خلګ ستاسي پر وینا نه، بلکي د سلایډ پر انتخاب باندي قضاوت کوي. نو باید ډېر دقیق و متوجه اوسئ. او که چېري سپیني تختې ته اړتیا لرئ، نو باید مخکي له مخکي آماده وي او هم پر تخته باندي نوشتې ته پام وکړئ – چي غټ ئې ولیکئ او هیڅکله مو مخاطبینو ته شاه مه ور اړوئ. همدارنګه مو د تختې د استعمال پر مهال خپل موقعیت منظم کړئ. د تشرېح په وخت کي باید خپلو مخاطبینو ته مخامخ ولاړ یاست.
– کنفرانس اطاق سمول
که مو ارائیه په کنفرانس خونه کي وي، نو د مخه تر وینا له هغه ځایه لیدنه وکړئ. هلته د پروجکټور او پردې ځای معلوم کړئ. د مخاطبینو له پاره د اړتیا په صورت کي – پر مېزو باندي قم و کاغذ کښېږدئ او د سالون هوا و روڼا ته متوجه سئ. که مو وینا له ۳۰ دقیقو څخه زیاته وي، نو د اوبو چښلو له پاره چمتووالی ونيسئ او تفرېح هم په نظر کي ونیسئ.
– نوري سپارښتني و تکنیکونه
دا نقاط مدنظر نیول ستاسي سره په ښه وینا کولو کي کومک کوي:
o خپله بریا و کامیابي مو په نظر کي ونیسئ
o خبري مو په اوږدې ساه اخیستلو شروع کړئ
o تر ارائې دمخه مخاطبینو ته تمرکز وکړئ
o ددې له پاره چي جرات مو زیات سي، نو وینا مو تر رسمي ارائې مخکي یوار تمثیلي کړئ او له ځانه مو یوه ویډیو ثبت کړئ او خپل منفي نقات مو اصلاح کړئ.