د بریا کیلي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ژباړه: مریم محمدي
ارواپوهان وايي هيڅ شی ستاسو د پرمختګ خنډ نشي کېدای، یوازې هغه څه چې خوښي، کامیابي، پرمختګ او د ژوند خوند یې اخیستی، همدارنګه په بدل کې یې درد، غنم او ستونزې یې درکوي، هغه بل څه نه بلکې یوازې ستاسو خپل منفي ذهنیت دی.
د ارواپوهانو په نظر هغه کسان چې په ژوند کې له درد، غنم او ستونزو سره مخ دي او هیڅ کله هم چانس ورسره ملګرتیا نه کوي هغوی شپږ منفي کارونو ته خپل ذهن کې ځای ورکړی:
۱- تل غفلت یا سستي کوي.
۲- په نورو شک کوي.
۳- بې دلیله اندېښنې لري.
۴- خپل ذهن یې بوخت ساتلی وي.
۵- د نورو په اړه بد فکره (بدبین) وي
۶- هر وخت له نورو شکایت لري.
مګر هغه خلک چې په ژوند کې بریالي دي، دا ډول خلک ډېر کم پیدا کیږي، چې مثبت فکر لري، بې له شکه تاسو هم کولای شئ چې سر له اوسه له ځان سره دا پریکړه وکړئ چې د هغو کسانو له ډلې شئ چې بریا د هغو په برخه ده.
د خوښ او بریالي ژوند لپاره تاسو دا شپږ کارونه وکړئ:
۱- سر له اوسه له ځان سره دا پریکړه وکړئ چې، نور به غفلت نه کوئ، او هغه کارونه چې تاسو ته سپارل شوي دي، په سمه او په ریښتنې توګه یې سر ته رسوئ.
۲- په دې کې شک مه کوئ چې، تاسو یو بریالی انسان یاست، بلکې په خپل نفس باور ولرئ، همدارنګه پوره ایمان ولرئ چې تاسو کولای شئ په هر ډول شرایطو کې خپل ځان ته د خوښې ژوند برابر کړئ.
۳- له هغو اندېښنو لاس واخلئ کوم چې ستاسو خوښۍ په غم بدله کړې. ځینې داسې اندېښنې او تشویشونو دي چې له تاوان پرته کومه ګټه نه لري.
۴- همدا اوس یوه جدي پریکړه وکړئ، ذهن مو په هغه مسایلو بوخت مه ساتئ کوم چې له ذهني فشار پرته ګټه یې نه ده درته رسېدلې.
همدارنګه له هغو تلویریوني خپرونو او ملګرو لاس واخلئ کوم چې تل تاسو ته منفي ذهنیت درکړی، او داسې مصروفیت ځان ته پیدا کړئ چې ارزښت ولري.
۵- یوه خبره باید په یاد ولرئ، چې تاسو له پیدایښت نه ښه انسان وۍ، دا چې اوس کومه بدبیني د خلکو په وړاندې لرئ، دا ستاسو ځینې بې ځایه غوښتې دي چې د نه ترلاسه کولو له امله یې نورو سره د کینې لامل شوی، راځئ دا بد فکر او کینه له زړه لرې کړئ، بیا وګورئ چې تاسو به په خپل ژوند کې څومره خوښ او نیکمرغه انسان یاست.
۶- په اخر کې دا هم باید ووایو چې تاسو کولای شئ چې خپلې ستونزې حل کړئ، خو په اصل کې تاسو خپل د ستونزو د حل لپاره کار نه کوئ، نو راځئ له هر وخت شکایت او ګیلو نه لاس واخلئ او د ستونز د حل په اړه فکر وکړئ او یا هم له ملګرو مرسته وغواړئ.