بریالیتوب پیل؛ یو څو جوړوونکې خبرې یې

رنګین تجريدي ډیزاین

لیکنه: ملیحه ناصري
د « بریالیتوب پیل» کتاب روبېن شرما لیکلی او ګلاب بهار پښتو کړی دی. روبېن شرما هغه لیکوال دی چې ډېری وخت داسې کتابونه خلکو ته وړاندې کوي چې ذهناً د مثبت اندۍ پر لوري بلنه ورکوي او هڅوونکي دي. دی هندي الاصله کاناډايي لیکوال دی. که څوک یې نوی له نوم سره اشنا شي، داسې ورته ښکاري چې د هند دی؛ خو چې انځور یې وویني، بیا پوهېږي چې نه، کاناډايي هندي الاصله دی.
روبېن شرما اکثراً هڅوونکي او د رهبریت اړوند سیمینارونه جوړوي چې ډېر ګډونوال لري، دی په خپلو کتابونو کې ځينې وخت د متن په مینځ کې وايي چې ګډونوال یې له خبرو اغېزمن شوي او په ژوند کې یې پر مثبت لوري کاږلي دي. بل یې تمرکز پر هغو خبرو کړی چې د غونډو په ترڅ کې یا د وړاندیز په بڼه خلکو ترې غوښتي چې پر همغو موضوعاتو دوی ته لیکنې وکړي.
د کتاب پښتۍ ښکلې ډيزاین شوې چې د کتاب منځپانګې ته د بلنې لپاره یوه وړوکې غونډله( جمله) پرې لیکل شوې او د لیکوال پېژند په موخه د روبېن انځور پرې ایستل شوی دی.
پیل یې د ژباړونکي« ګلاب بهار» په خبرو شوی چې د لیکوال په اړه یې مالومات وړاندې کړي او بیا د کتاب پر منځپانګه راڅرخېدلی.
د شرما دا کتاب هم د نورو کتابونو په څېر یې بېلابېل؛ خو یو له بل سره په اړیکه کې موضوعات رانغاړي.
کتاب کې شپږ دېرش د بریا اصول یا مېتودونه وړاندې شوي. هر مېتود څو ځانګړې نورې شمېرې لري چې هره یوه کې دا مېتود سپړل شوی دی.
یاران uncategorized 702  بریالیتوب پیل؛ یو څو جوړوونکې خبرې یې
د مسلکي ژوند، فکري توزان، ټولنیزو چارو او د هغوی سمبالولو، د مینې کولو، مینې وېشلو، د مینې لاسته راړلو، د مطالعې، د بریا پر لور لارښوونې او د بریا کلیدي تګلارې یې راسپړلې دي.
د ژوند، شتمنۍ، مسافرت، رهبري او د هغې سمبالولو، د غوره‌والي، ستونزو او له هغوی سره د مبارزې، خپګان او خوښۍ په هکله یې ښې خبرې او لارښوونې کړې دي.
د هر مېتود په برخه کې چې ځينې شمېرې راوړل شوي، همدې شمېرو کې یې یاد مېتود تشرېح او سپړلی دی. کله چې مېتود پای ته رسي، پرله پسې د همغو اصولو اړوند یې یا مالوماتي ځينې خپلې او د نورو پوهانو ویناوې ځای کړي چې د الهامي یا هڅوونکو ویناوو په نوم یادې شوې دي.
د کتاب زړه راښکونکې برخه هم همدا مثبتې الهامي او هڅوونکې ویناوې دي چې یوازې د څو جملو لپاره یې هم ټول کتاب پر لوست ارزي.
د روبېن د کتابونو ګډه ځانګړنه له منفي کړنو او افکارو سره مبارزه او د مثبت فکر ځایناستي کول دي چې د افغانستان، په ځانګړي ډول پښتانه ځوانان او پېغلې دې ډ‌ول کتابونو ته خورا اړتیا لري؛ ځکه یو خو د پښتنو اکثریت سیمو کې د جنګ ټغر غوړېدلی او د مثبت پر ځای هره ورځ منفي فکر ورکول کېږي. څه مستقیم او څه نامسقیم دا افکار کولی شي د ذهن نړۍ ړنګه کړي؛ خو د دین د ستنو په نیولو او د دې ‌ډول هڅوونکو کتابونو په لوست سره به ورو ورو د ځوان نسل مفکورې سمې او تر ټولو مهمه اړتیا چې سم ژوند کول دي، پوره شي.
دلته ځينې هڅوونکې او الهامي خبرې یې د کتاب د بېلګو په توګه راوړم:
-تاسو په اوبو کې د لوېدو په اساس نه غرقېږئ، هلته د پاتې کېدو پر بنسټ غرقېږئ! « کویس کولي»

  • یو څو کسان به د تاریخ جوړولو لپاره غوره وي؛ خو نور ټول د ژوند د مثبت بدلون لپاره واړه کارونه کوي. همدا واړه کارونه د راتلونکي نسل لپاره تاریخ وي. « رابرټ اېف»

-له قربانۍ پرته وده کول او لاسته راوړنې ناممکن دي، بریا مو ځان غوښتنې ته په ماتې ورکولو، د پلانونو په غني کولو او عملي کولو کې نغښتې ده. « جېمز آلن»
-روغتیا د روغ پر سر هغه تاج دی چې یوازې ناروغ یې لیدلی شي. « روبېن شرما»
-تمرکز غوره‌والی رامنځته کوي او خوارتوب ټنبلي. « روبېن شرما»