ژباړه: محمد عزيز پردېس
تېروتنه د برياليتوب پايه ده او هغه وسيله ده چې کولی شو په مرسته يې برياليتوب ته ورسو.
له خپلو تېروتنو څخه مه شرمېږئ او هغه جرم مه ګڼئ.
کنفسيوس
تېروتنه هغه فرصت دی چې موږ ته دا راښايي چې عاقلانه ګام پورته کړو.
هنري فورډ
هرکله مو چې بد خبرونه د بدلون لپاره يو ضرورت او نه د يو منفي خبر په توګه ومانه، نو تاسو ماته نه ده خوړلې؛ بلکې له هغه مو نوي څه زده کړي دي.
بېل ګيټس
کله چې د برياليتوب لپاره د يوه کس پوهه بشپړه وي، خو تقوا يې بشپړه نه وي؛ نو هر هغه څه چې ممکن ترلاسه کړي يې وي، بېرته به يې له لاسه ورکړي.
کنفسيوس
برياليتوب د ماتې په څېر په هماغه اندازه خطرناکه دی.
لائو تزو
د خپل د برياليتوب د قضاوت لپاره وګوره چې څه دې لاس ته راوړي او په بدل کې دې څه له لاسه ورکړي دي.
دالايي لاما
برياليتوب د ماتې پر ستنو اوډون مومي.
ـــــ
که تر دې دمه مو څو ځلې ماته خوړلې وي، مه وايئ چې ماته مې خوړلې؛ يوازې ووايئ چې تنبلي مې کړې ده. ځکه که شخص لټ يا تنبل نه وي، نو هېڅکله هم ماته نه خوري.
ــــ
د ماتې او بريا ترمنځ يو ګام واټن دی او خلک د ماتې له وېرې ماته خوري.
ـــ
ماته (شکست) بايد مړه انرژي راويښه کړي.