تر ناکامۍ وروسته بریا شته؛ دا چې څنګه؛ راشئ له موږ سره یې ولولئ 

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

لیکنه: ملیحه ناصري
انسان کمزوری او احساساتي مخلوق دی، خو د احساساتو کنټرول او قوي تکل له انسانه ځواکمن موجود جوړ کړی. موږ د بریا او ماتې پرېکړه د ژوند په سختو او زړه بوږنوونکو پېښو کې کولی شو. که چېرې د ژوند په یوه برخه کې ماتې وخورو، دا موږ خپله یو چې خپل تګلوری ټاکو. آیا ماتې منل به غوره وي که په بریا پسې مټې نغاړل؟
ښکاره ده چې په هرې ناکامۍ پسې بریا ده او هرې سختۍ پسې آساني. د نړۍ ستر شخصیتونه هغه وخت ستر شوي او ځلېدلي چې له یوې ماتې سره مخ شوي یا یې کومه بله کمزوري لرله.
حضرت محمد ص د مشرکانو له لوري خورا ډېر وځورول شو، ملګري یې شهیدان شول، مبارک وجود یې په وینو رنګ شو، وخت پر وخت یې پر وړاندې د وژلو په خاطر تکلونه شوي وو، خو هغه ټینګه اراده او ټاکلې موخه لرله. هماغه هوډ او قوي تکل یې و چې نن د نړۍ په کچه د اسلام توغ (بیرغ) رپانده دی.
کله مو چې ماتې وخوړه، ځای پر ځای مه درېږئ، بلکې حرکت وکړئ، وخوځېږئ، قوي تکل ولرئ، موخې مو په نښه کړئ، خپلو موخو ته د رسېدلو لارې معلومې او ځان ورته ورسوئ.
انشتین، انشتین نه و، هغه ماشوم و چې ذهن یې سم کار نه کاوه او ژبې یې بندېده. تر ډېره یې ژبه ونه خوځېده او عادي جملې، چې نورو ماشومانو به زغرده ویلې، ده لا نه شوای زده کولی، خو نن د نړۍ په کچه د انشتین فزیکي نظریات د فزیک پایې دي.
د نړۍ مشهور څېړونکی (راتلف فینیس) هغه کس و چې ملګرو یې تل ملنډې پرې وهلې او د هغوی رشخند و. فینیس له دې کاره دومره ځورېده چې د ځانوژنې هوډ یې کړی و، خو نن د نړۍ د پوهانو په کتار کې ولاړ دی.
بارک اوباما د امریکا لومړنی تورپوستی ولسمشر و، خو د ملګرو او هلکانو له لوري هر وخت ځورېده، ملنډې پرې وهل کېدې او خلکو خپله تفرېح ګڼله، خو اوباما ګوښی نه شو، ځان یې تر ولسمشرۍ ورساوه.
ډانلوډ ټرمپ په وسوسو کې — هغه انساني کمزورتیا چې ټول یې لري — ښکېل کس و/ دی، خو ټرمپ لاس تر زنې ورته ناست نه دی.
ټسلا د نړۍ نامتو مخترع دی. دی به یو دم وسوسو ونیو، تر هغې اندازې چې کله به یې په شمېرو کې درېیمه شمېره تر سترګو شوه، لکه حساسیت چې لري، سمدلاسه به یې غبرګون وښود، خو دا کمزوري یې پلمه نه کړه او ځان یې مخترع کړ.
داروین هم د ژبې له بندښت سره مخ و. وسوسو او سټرس یې شا نه پرېښوده، خو اوس د نامتو پوهانو په ډله کې ناست دی.
چارلي چاپلین نامتو څېره ده، درې کلن و چې مور یې له پلاره طلاق واخیست، وروسته خپله پر اروایي ستونزو اخته شوه، د کور ټولې چارې چارلي او ورور ته یې پاتې شوې، داسې حال کې چې چارلي لا لس کلن و.
چرچېل مشهوره څېره ده. وینسټون چرچېل هم د انشتین او داروین غوندې د ژبې بندښت لاره، خو که دا یې عیب ګڼلی، نن به چرچېل، چرچېل نه و.
دا ځل د ناپلیون وار دی. دی پر اروایي ستونزه اخته و. هغه اروایي ناروغي داسې ده چې کله هم څوک پرې اخته شي د خوشحالۍ پر وخت بې درېغه خوشحاله کېږي، همداسې خوشحاله وي. دوې – درې ورځې وروسته ناڅاپه خپګان پرې راشي او خپه کېږي. یانې ده هم ژور خپګان درلود.
بيل ګېټس، د نړۍ په کچه لومړۍ درجه شتمني لري. د مایکروسافټ شرکت چلوي. ده به تر نورو ټولګیوالو لږ درس وایه، خو وخت یې نه بربادوه. نن یې هماغه ټولګیوال د ده په شرکت کې عادي کسان دي او دی د هغوی مشر.
نو دا ټول کسان زموږ په څېر عادي کسان وو. یوازې منظم تګلوري یې لرل او موخې یې درلودې چې هغو ته د رسېدا لپاره یې خنډونه او کمزورتیاوې پلمه نه کړې.
هېره دې نه وي ژوند د ماتو او بریاوو ټولګه ده. څوک به له ناکامیو سره مري او څوک به مخ په بره درومي. تر ناکامیو وروسته کامیابۍ او بریاوې زموږ په تمه دي، خو یوازې څو ګامه باید واخلو چې هغوی هم راته رانږدې شي.