د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو د ښوونځیو له مضامینو به خبریاست، له دې به هم خبر یئ چې زموږ ډېری خصوصي ښوونځي پر نړیوال معیار د برابر تعلیمي نصاب د لرلو ادعاوې کوي.
په دې ممکن پوه نه وئ، چې د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې د ښوونځیو عمده او اصلي مضامین کوم دي.
راځئ دا مطلب ولولئ، په دې به پوه شئ او که مو اولادونه خصوصي ښوونځیو ته استوئ، کیدای شي د نړیوال نصاب په نوم مو څوک تېر نه ویستی شي:
امریکا متحده ایالات
په امریکا متحده ایالاتو کې د لومړنیو ښوونځیو مضامین دا دي: حساب، لوستل، لیکل، د طبیعي علومو معرفي او ولسي تاریخ.
په منځنیو ښوونځیو کې: ریاضیات، ژبه، طبیعي علوم (کیمیا، فزیک)، ټولنیزعلوم (تاریخ) او بدني روزنه.
له دې پرته زده کوونکي کولای شي د روان پېژندنې، طب، خبریالۍ، بیان علم، آشپزۍ او نورو برخو کې هم پخپله خوښه مضامین ولولي.
د لېسې د دورې زده کونکي بیا ریاضیات، ادبیات، طبیعي علوم، ټولنیز علوم او بدني روزنه لولي.
دوی پخپله خوښه د هنر، بدني روزنې، کمپیوټري علومو، بهرنیو ژبو، چاپېریالي ټیکنالوژۍ، نقاشۍ، مجسمه جوړونې، عکاسۍ، فیلم اخیستنې هنر، تیاتر، موسیقۍ، نڅا، کمپیوټري ګرافیک، ویب سایټ جوړونې، خبریالۍ، نجارۍ او نورو برخو مسلکي زده کړې هم کولای شي.
جاپان:
لومړني ښوونځي: د جاپانۍ ژبې د زده کړې ترڅنګ د خطاطۍ، شاعرۍ، حساب، طبیعي علومو، ټولنیزو علومو، موسیقۍ، تجسمي هنرونو، بدني روزنې او کورنیو اصولو زده کړې ورکوي.
منځني ښوونځي: د اطلاعاتي ټیکنالوزۍ، طبیعي علومو(فزیک، کیمیا، چاپېریال پېژندنې او ځمکپېژندنې) د ژوند اصولو، تاریخ او انګلیسي ژبې زده کړې ورکوي.
د لېسې په کچه ښوونځي: پر یادو شویو برخو سربېره زده کوونکو ته په مختلفو برخو کې واک ورکوي څو په هغو برخو کې زده کړې وکړي، په کومو کې چې پوهنتون لوستل غواړي.
دوی ته پر نورو برخو سربېره د کرنې، صنعت، سوداګرۍ، کب نیونې، طب او بهرنیو ژبو د زده کړې اسانتیاوې برابرې شوي دي.
سعودي عربستان:
د سعودي عربستان په لومړنیو ښوونځیو کې مذهبي زده کړې اجباري او ترڅنګ یې د طبیعي علومو زده کړې ورکول کیږي. په خصوصي ښوونځیو کې تاریخ او ټولنیز علوم نه تدریسیږي.
ایرلینډ:
د ایرلینډ په ښوونځیو کې ۲ مضمونه جبري دي: انګلیسي ژبه او ریاضي.
نور مضامین لکه: ریاضیات، سوداګري، مدیریت، موسیقي، نقاشي، اطلاعاتي ټیکنالوژي، نجاري، بهرنۍ ژبې، کرنه، تیاتر او نور د زده کوونکو خپلې خوښې پورې اړه لري.
اسټرالیا:
په لومړنیو ښوونځیو کې پر حساب او ملي ژبو سربېره بدني روزنه، اخلاق او ویناوالي تدریسیږي.
په منځینو ښوونځیو کې: انګلیسي، ریاضي، کمپیوټر، تاریخ، جغرافیه، چاپېریال ساتنه، هنر، بدني روزنه او طبیعي علوم تدریسیږي.
د لېسې په کچه ښوونځي بیا ترډېره مسلکي دي. یانې زده کوونکي کولای شي د سوداګرۍ، اقتصاد، کرنې او ورته نورو برخو کې مسلکي زده کړې وکړي.
د اسټرالیا د ښوونځیو جالب ټکی دا دی، چې هیڅ ښوونځی یې لیلیه نه لري. هلته په باراني هوا کې ټول ښوونځي تړل کیږي.
بل جالب ټکی یې دا دی، چې سمندر ته په نیږدې ښوونځیو کې زده کوونکي په سمندري کښتیو کې زده کړو ته بیول کیږي.
اسپانیا:
په لومړنیو ښوونځيو کې اسپانوي ژبه، ادبیات، طبیعي علوم، بدني روزنه، ریاضي او بهرنۍ ژبې تدریسیږي.
په منځنیو ښوونځیو کې: ټولنیز علوم لکه: تاریخ، جغرافیه، ګرافیک، هنر، موسیقۍ او ټیکنالوژي تدریسیږي.
لېسې بیا پر ۴ مسلکي برخو وېشل شوي: انساني علوم، ټیکنالوژي، طبیعي علوم او هنر.
چین:
د چین په لومړنیو ښوونځیو کې ریاضیات، چینایي ژبه، بهرنۍ ژبې، نقاشي، موسیقي او بدني روزنه زده کول جبري دي.
په منځنیو ښوونځیو کې بیا فزیک، کیمیا، ټولنیز علوم، کمپیوټري مهارتونه باید زده شي.
هلته کال په کال د زده کړو سیستم پېچلی کیږي.