د کتاب نړیوالې ورځې په پار؛ پرته له کتاب او مطالعې بریا نشته !

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

نن د اپرېل میاشتي 23 مه په نړۍ کې د کتاب نړیواله ورځ ده، دا ورځ د یونسکو له لوري نومول شوې او دا پرېکړه په ۱۹۹۵ کال کې ترسره شوه او اصلي دلیل یې دا ده چې د کتاب لیکل دود شي او ترخوا یې د لیکوال حق او هلوځلو ته ارزښت ورکړل شي.
دا چې دا ورځ یې ولې د اپرېل ۲۳ مه نیټه ټاکلې لامل یې دا دی چې په همدې ورځ شکسپیر او سروانیس له نړۍ سترګې پټي کړې او دا دواړه په نړۍ کې نامتو لیکوالان وه.
کتاب د انسان تر ټولو ستر نوښت او ابدا ده، کتاب هغه څه دی چې د انسان ذهن روښانه او پاکوي، درک او تحلیل یې پياوړی کوي، کتاب د انسان فهم او پوهه لوړوي او د ستونزو حل یې اسانه کوي، په نړۍ کې چې هر څوک هوښیار او پوه دی یو لامل یې دا دی چې کتاب یې لوستی او له کتاب سره ښه اړیکه لري.
امازون یوه سروې خپره کړې چې په هغې کې د چین د خلکو په اړوند له کتاب سره د شدیدې علاقې خبره شوې، امازون په ۲۰۱۸ کال کې ویلي وه چې له ۱۴ زره خلکو یې نظر غوښتی او ۴۸ په سلو کې تېر کال ۱۰ کتابه لوستي وه او ویل شوي چې دا کچه ورځ تر بلې بدلون مومي او بریښنايي اړخ اخلي خو هیڅکله اهمیت له لاسه نه ورکوي ویل کیږي چې تر ۴۰۰ میلونه ډېر چینایان هر کال په بریښنايي ډول کتاب لولي.

شرف الدین عظیمي

څوک چې مطالعه کوي ۸۰ په سلو کې په دې باور دي چې معنوي ژوند یې غني شوی، ۷۰ په سلو کې وايي چې وېرې یې کمې شوي، ۵۰ په سلو کې یې وايي چې کاري مهارتونه یې لوړ شوي.
ادبیات، ناولونه، په مالي برخه کې اثار، د ټولنیزو علومو کتابونه او پایله د تاریخ په برخه کې کتابونه په چین کې ډېر مینوال لري او دا خبره په نوره نړۍ کې هم ډېره چینایانو ته ورته ده.
د مطالعې عادت په بېلابېلو سنونو، جنسونو او د زده کړو له سطحې سره اړیکه لري، ښځې له ناولونو سره مینه لري، نارینه تاریخي او ژوند لیکونو سره مینه لري.
افغانستان کې کیسه لږ بېله ده او هغه دا چې دلته د کتاب او لیکوال ارزښت د نورو ټولنو په څېر نه دی، دلته هم لیکوال خوار او بېوزله دی او هم لوستونکی دې ارزښت ته نه دی رسېدلی لږ لږ هیله مندۍ په دې وروستیو کې را پيدا شوې خو خواله رسنیو بېرته سبوتاژ کړې خو په هر حال انسان پرته له مطالعې او کتاب بریا نشي موندلی او ښه ورځ هم نشي لیدلی.
دا چې نن سبا په محدودو شرایطو (قرنتين) کې یو او روزه هم راروانه ده نو اړینه ده چې دا طلایي وختونه او شپې و ورځې په مطالعه وپوښو او د روزې او قرنتین تر پایه د نړۍ د مشهور اثار او شاهکارنو په لټه کې شوو او تر خپل توانه یې پيدا کړو او لوستل یې پیل کړو او خپل فکر پرې خړوب او روښانه کړو زه په دې باور لرم چې زموږ د ټولنې د بدلون لپاره یو لوی او ستر کار همدا مطالعې ته د خلکو هڅول دي چې فکر کوم موږ سره خورا ډېره مرسته کولی شي.