ژباړه او زیاتونه: نوراحمد فضلي
هرکله چي یو فرد غواړي د ځان یا حتی د خپل هیواد خیر، ښېګڼه او خوشبختي یې په ذهن کي انځور سي، فقط یو څو ښېګڼي او ښې پېښي ( له خپل نظره) انځوروي او فکر کوي چي دا هغه څه دي چي په حقیقي نړۍ کي، تر ډېره پېښيږي. په داسي حال کي چي حقیقت بل شی دئ.
د ژوند زیات خوندونه، د سختیو په تېرولو کي دي
یو عجیبه تصور چي د فلمونو په لیدلو سره ئې زموږ اکثرو په ذهني فضاء کي ځای و شکل نیولی دئ، دا دئ چي یو خیالي و افسانوي ژوند هغه خیالي و رومانتیکي فضاء ده چي هیڅ ډول سختۍ پکښي نسته او له هره اړخه بې عیبه دئ. حتا هغه تصور چي ډېری ئې له یوې ښایسته نړۍ څخه لري، هومره خیالي و افسانوي دئ چي د ډېرو له آنده، شاید خیالي نړۍ، داسي يوه نړۍ وي چي هیڅ جنګ، فقر، او په ټوله کي هیڅ ستونزه هلته نه وي. او ډېری همېشه په ژوند، له میني په ډکي یوې اړیکي، په ننني جهان او لنډه دا چي د ژوند په ټولو پېښو کي د دې تصویر د عملي کېدا و تحقیق په تلاش کي دي او البته همېشه ناهیلي کېږي هم. ولي چي د نننۍ نړۍ حقیقت، څه بل ډول دئ.
په حقیقي نړۍ کي به هیڅ خیر، ښېګڼه و وده تر هغو ونه وینې، چي له یو لړ سختیو تېر نه سې. په حقیقي نړۍ کي، روڼايي نه رامنځ ته کېږي، څو له تاریکې سره مو ګذران نه وي کړی. په حقیقي نړۍ کي، د دوو نفرو ترمنځ اړیکه تر هغو ژوره کېږي نه، څو یو یا حتا څو ځلي کاملاً پرې سوې نه وي، او په حقیقي نړۍ کي، تر هغو شتمني موندل کېږي نه، څو د فقر له اوج سره مخ سوي نه وي. د ژوند ډېر داسي عمیق خوندونه دي چي یوازي هغه وخت ترلاسه کېږي چي بنسټیزي سختۍ ئې وګاللي سي. او خلاصه دا چي، کله چي په واقعي نړۍ کي د يوه آرماني هغه عملي کېدو ته واری ورسېږي، هلته بیا هم سختیو ته اړتیا ده! او دا هغه څه دي چي سترګي ئې معمولاً له لیدلو، تجربه کولو او درک کولو څخه عاجزي دي.