ماشومانو ته د کیسې لوستلو ۱۰ ګټې؛ څو مهم ټکي چي باید پرې پوه شئ

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ژباړه او زیاتونه: نوراحمد فضلي
راځئ وپوښتو چي د نن ورځي والدین څومره د ماشومانو له پاره د نکل او کیسې ور اورولو ته اهمیت ورکوي؟ مثلاً تاسي د يوه مکلف پلار یا یوې مسئولیت منوونکي مور په حیث څومره وخت ماشومانو ته کیسې لولئ؟ نن سبا، ډېر مثبت ځواب ډېر کم یا هیڅ دئ. نن سبا اکثره ځوان والدین خورا زیات فشار تحملوي؛ د ژوند په لوړو ژورو، آزاد وخت په نشتون، په نوو وسایلو پوري روږدتیا ددې سبب سوي دي چي ماشومانو ته د کیسې او نکل کولو وخت پاته نه سي او له سره راڅخه هېر سي. خو په دې باید پوه سئ چي کیسه لوستل د ماشومانو په شخصیت جوړلو کي اهم او مهم رول لري. ماشومانو ته د شفاهي کیسو او نکل کولو مخنیه زموږ په ټولنه کي له پخوا څخه عادت دي. او زموږ لویانو څخه به داسي کم تېر سوي وي چي اناګانو یا نیکه ګانو او یا پلرونو و مېندو بې ورته زموږ د شفاهي ادب رایج نکلونه نه وي کړي.
متاسفانه نن سبا موډ دا دئ چي والدین خپل ماشومان ددې پر ځای چي کیسه یا نکل ور واوروي، ترجېح ورکوي چي خپل ماشومان د دوئ د خوښي وړ کارتون په لیدلو سره بیده کړي. کیسه یا نکل کول چي د ماشومتوب د دوران یو له خورا ساده خوندونو څخه دئ، ډېري ګټي هم لري. مور و پلار باید هره شپه، خپلو ماشومانو ته د کیسې یا نکل لوستلو له پاره وخت وقف کړي.
په لوړ سخت د کتاب لوستل هیڅ ستونزمن کار نه دئ. که کافی وخت نه لرئ، کولای سئ کوم نکلونه او کیسې چي مو زده وي، ورته واوروئ، د خپل ماشومتوب د ورځو له خاطرو څخه یوه ور واوروئ او یا د خپل مبایل له صفحې څخه کوم متن ته ولولئ. د ماشومانو له پاره د مخکت تر سِن مخکي او یا د مکتب سِن برابر – کیسه لوستل خورا ډېري ګټي لري.
ماشومانو ته د کیسې لوستلو ۱۰ ګټي
۱. د دروني ارزښتونو اساس ایښودل
په ټوله نړۍ کي ماشومان د کیسې او نکل اورېدلو مینه وال دي. د دوئ خوښېږي چي د خپل خوښي وړ افرادو څخه واوري او کله هم له هغوی تقلید وکړي. د بامعنا داستانونو په ور اورولو سره، له شک پرته ځیني ارزښتونه لکه پوهه، څرګند اوسېدل، شجاعت او… د هغوی په کم او کښته عمر کي ریښې کوي.
۲. د فرهنګي ریښو او ځانګړنو ښکاره کول
ماشومانو ته د رایجو کیسو لوستل او ور پېژندل یا ستاسي د خپل کوچنیوالي خاطرات ورته ویل، ماشومان د بېلابېلو کورني او ټولنیزو ارزښتونو او سنتونو سره آشنا کوي. د خپلي کورنۍ د مخکینیو غړو په اړه کیسې ورته کول هغوی د کورنۍ او نسب د سابقې سره آشنا کوي.
۳. د ماشومانو ژبنی مهارت پیاوړی کېږي
په لوړ آواز سره کیسه یا داستان ویل، ماشوم د ژبي، لغتونو، او نوو عبارتونو سره آشنا کوي. چي دا په خپله د نوو او تازه کلمو او عبارتونو د تلفظ د څرنګوالي د زدکړي له پاره مناسب روش دئ.
۴. د ماشومانو د اورېدلو مهارت پیاوړی کېږي
ډېری ماشومان نه سي کولای چي د اوږدمهال وخت له پاره پر کومه خاصه موضوع تمرکز وکړي. همدارنګه تر غوږ نیولو ئې د خبرو کولو سره زیاته علاقه وي. کیسه لوستل ورته نه یوازي د تمرکز په غښتلي و پیاوړي کولو کي مرسته کوي بلخوا هغوی د اورېدلو او فهمولو سره علاقمندان کوي.
۵. د ماشومانو د خیال پردازۍ او خلاقيت توانايي پیاوړې کېږي
کیسې ته غوږ نیول ددې سبب کېږي چي په لیدونکو وسایلو کي د انځورونو د لیدلو پر ځای، د کیسې شخصیتونه، ځایونه، د کیسې جریان او… په خپل خیال کي انځور کړي. همدارنګه کیسې ته غوږ نیول د ماشوم د خلاقیت او خیال پردازۍ قوه غښتلې کوي او هغه دې ته مایل کوي چي بېلابېلي نظریې او فکرونه ومني.
۶. د ماشوم حافظه پیاوړې کوي
د یو لړ تخنیکونو څخه په استفادې سره، کولای سئ چي له کیسې ویلو څخه د ماشومانو د حافظې د غښتلي کولو له پاره ګټه واخلئ. تر کیسې لوستلو وروسته، کولای سئ چي له ماشومانو وغواړئ چي کیسه په خپله ژبه تاسي ته ووايي یا ځینو خاصو ټکو یا د شخصیتونو ځانګړنو ته اشاره وکړي. دا کار له یوه اړخه د ماشوم حافظه پیاوړې کوي او هم د هغه د تمرکز وړتیا لوړوي.
۷. د ماشوم د نظر پراختیا
ماشومان په آسانۍ سره د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو د اجتماعي شرایطو او فرهنګونو سره د مخامخ کېدو شونتیا نه لري. ماشومانو ته د کیسو په لوستلو سره، هغوی د نړۍ د بېلابېلو ځایونو و فرهنګونو سره آشنا کوئ. کوشش وکړئ چي بېلابېلي – ډول ډول کیسې د بېلابېلو هیوادونو څخه ماشومانو ته ووایاست څو د هغوی نظر و آند پراخ کړي.
۸. د تحصیلي یادښت سره مرسته کوي
کیسه لوستل، د یادولو او رسمي زدکړي اساس دئ. ډېری ماشومان د یوې خاصي موضوع په تکرار او د موضوع له درک پرته، هغه زده کوي. کیسه لوستل په تکراري شکل، د ماشوم سره مرسته کوي له هغه څخه چي لولي ئې یا ئېئ اوري په ښه ډول درک پیداکړي او په عین وخت کي ورڅخه خوند واخلي.
۹. د ارتباطي مهارتونو پیاوړي کول
ځیني وخت ماشومان سره له دې چي د پلټني و تحقیق له حسه مالامال دي، له پوښتلو نه بېرېږي! کیسه لوستل د ماشوم سره د مناسبو پوښتنو په مطرح کولو کي مرسته کوي. همدارنګه هغوی ته دا ورښيي چي څنګه خبري وکړي او د هغوی په ځان باور پیاوړی کوي. په تکراري او بیاځلي شکل د کیسې لوستل و اورېدل، د ماشومانو د خبرو کولو وړتیا ته بهبود ورکوي.
۱۰. د ستونزمنو حالاتو سره مخامخ کېدل
ډېری وختونه ستونزمن حالات، ماشومان سربداله کوي. د هغو کسانو کیسې چي په ستونزمنو حالاتو کي راګیرېږي، د ماشومانو سره مرسته کوي چي د ورته حالاتو څخه بهتر فهم و درک واخلي. غوره ده چي د ماشومانو له پاره داسي کیسې ولولئ چي ښيي ستونزي و سختۍ هم د خوشحالۍ و خوښۍ په شان، د ژوند یوه برخه دي. د مناسبو کیسو لوستل د ماشومانو سره مرسته کوي چي د بېلابېلو حالاتو او په ټولییزه توګه د ژوند سره، په غوره توګه مخامخ سي.
د کیسې لوستلو مناسب ډول/روش
څومره چي د ماشومانو له پاره کیسه لوستل مهم دي، د کیسې لوستلو مناسب روش انتخابول هم همدومره اهمیت لري. لاندي هغه ټکي لولئ چي ستاسي سره مرسته کوي څو په مناسب ډول د ماشومانو له پاره کیسه ووایاست.
۱. د کیسې اوږدوالی
کیسه به ډېره اوږده او ډېره لنډ هم نه وي. ډېره لنډه کیسه شونې ده چي د مناسب و سم پیغام د لېږد شونتیا ونه لري. بلي خوا ته، ډېره اوږده کیسه شونې ده ماشوم خسته کړي. د عمر و شرایطو په نظر کي نیولو سره، د کیسې د اوږدوالي په باره کي تصمیم ونیسئ.
۲. هوسا و آرام چاپيریال
د کیسې لوستلو له پاره هوسا و آرام چاپیریال جوړ کړئ. د کیسې ور اورولو یا لوستلو له پاره مناسب چاپیریال و حس رامنځ ته کړئ.
۳. مناسبه مقدمه
که تاسي خپله لولئ، د ماشومانو له پاره دا څرګنده کړئ چي یاده کیسه مو چېري او له چا څخه اورېدلې ده. د هغوی له پاره ئې ښکاره کړئ چي څنګه ددې کیسې اورېدل ستاسي سره مرسته کړې ده او څنګه کولای سئ چي د دوئ سره هم مرسته وکړي. کوشش وکړئ چي له هماغه پیله د ماشوم توجه راجذب کړئ.
۴. مناسبه ستاینه
د کیسې د ور اورولو پر مهال، د لاسونو، بدن او چهرې مناسب حرکات مه هېروئ. کولای سئ چي په متفاوتو اوازونو د بېلابېلو شخصیتونو له ژبو خبري وکړئ او له ماشومانو وغواړئ چي دا کار ترسره کړي څو د کیسې جذابیت نور هم زیات کړي.
۵. په لوړ ږغ خو په کراري سره خبري
باید په کافي اندازه په لوړ خو په کراره کیسه ور واوروئ. ستاسي ږغ باید په کیسه کي موجود حس ولېږدوي. د کیسې سره متناسب، د خپل اواز لوړوالی و لحن تغیر کړئ؛ په بېلابېلو بخشونو او د موقعیت په تناسب استراحت وکړئ.
۶. په کیسه کي د ماشوم راښکېلول
د بېلابېلو عبارتونو په کار وړلو یا ځیني سوالونو په کولو سره لکه ( پوهېږئ څنګه؟) ماشومان په کیسه کي را داخل کړئ. همدارنګه کولای سئ چي له هغو وغواړئ چي د کیسې په مفهوم ئې تر کومه حده سر خلاص سوی دئ او یا ورڅخه وغواړئ چي په اړه ئې خبري وکړئ.
ماشومانو ته د غوره کیسې لوستلو سپارښتني
د کیسې لوستلو پر مهال یو لړ فعالیتونه د ماشومانو د خلاقیت سره مرسته کوي. په یادو فعالیتو کي، معمولاً یوه نظریه انتخابېږي. لاندي به هغه یو لړ جذاب فعالیتونه چي د ماشومانو له پاره جذاب دي – وړاندي کوو:
۱. کیسه لوستل د کورنۍ د عکس سره یوځای
ماشومان وهڅوئ چي د بېلابېلو عکسونو له پاره کیسې ور واوروئ. د مثال په توګه، د هغوی د زېږېد ورځي عکس او یا د واوریني ورځي د بازۍ کورنی عکس د کیسې د پیل له پاره مناسب څه دي. کولای سئ چي د څو عکسونو په انتخاب سره له خپلو ماشومانو وغواړئ، چي هغوی د وخت پر اساس ترتیب کړي. د یوې خاصي ورځي عکس انتخاب کړئ او له خپل ماشوم څخه وغواړئ چي په عکس کي شته نښو (د واده جامې، کیک، رخچینه او…) ته په کتلو سره تاسي ته یوه کیسه ووايي.
خپل ماشومان مو وهڅوئ چي څو عکسونه (۱۰ یا لږ تر دې) انتخاب، هغوی د وخت پر اساس ترتیب کړي او د هغوی له پاره یوه کیسه جوړه کړي. ددې هرڅه کتل چي هغوی کوم عکسونه انتخابوي او بیا څنګه کیسه ورته جوړوي، خورا په زړه پوري دي.
۲. کیسه لوستل د رنګ و روغن سره
دا کار د کیسه لیکلو جریان ته خورا زیات جذابیت ورکوي. رنګ و روغن، د خلاقیت د تحریک، له قلم و رنګ څخه د کار اخیستني پروسې د پیاوړي کولو او خندا زیاتولو له پاره په زړه پوري وسایل دي. لومړی باید بېلابېل نقشونه راجمع کړئ. مثلاً د حیواناتو، موټرانو، نباتاتو او… نقشونه بیا نو یوه صفحه یا یو کاغذ ته اړتیا لرئ چي هغوی پر رسامي او یا نوشته کړئ.
کولای سئ چي خپل ماشومان تشویق کړئ چي بېلابېل نقشونه په بېلابېلو رنګونو سره ورنګوي. همدارنګه کولای سئ چي له هغو وغواړئ چي بېلابېل نقشونه انتخاب او بیا وروسته د هغو له پاره یوه کیسه یا یو داستان جوړ کړي. د کیسه لیکلو پر مهال کولای سئ چي د هغوی نیمګړتیاوي ور اصلاح کړئ او هغوی ته نوي لغتونه و اصطلاحات ور زده کړئ. دا کار خورا په زړه پوري دئ او د پام وړ زدکړه ییزه جنبه لري.
خپله اوسئ
په پای کي درته یادونه کوو چي ستاسي د کیسه لوستلو سبک خورا اهمیت لري. ستاسي د کیسې لوستلو سبک باید ستاسي د ماشومانو او حتا خپله ستاسو له پاره خسته کوونکی نه وي. تاسي هم کولای سئ له هغه څه څخه چي تاسې وایاست خوند واخلئ.
کیسه لوستل د ماشومانو په رشد و پرمختګ کي خورا زیات رول لري. ستاسي ماشوم نه باید داسي یو ساده خو ډېر مهم فعالیت له لاسه ورکړي. همدا اوس خپلو ماشومانو ته د کیسې لوستلو له پاره مناسب وخت بیامومئ.