ژباړه: بشر دروېش
د خوږو شیانو زیاته کارونه د بشریت په عمده ستونزو کې حساب ده، نن په لسګونه میلیونه انسانان د نړۍ په ګوټ- ګوټ کې د دې ستونزې له ورپېښو ناروغیو رنځیږي.
د خوږو شیانو د زیاتې کارونې یو لوی دلیل د دغو شیانو پر کارونې انساني اعتیاد دی.
د څېړونکو په وینا، یوازې په امریکا کې د ټول نفوس ۱۰سلنه خلک پردغه اعتیاد اخته دي.
په افغانستان کې دا ارقام کره نه دي، خو څه باندې ۲ میلیونه کسان یوازې پرشکر ناروغۍ اخته دي.
له شکر پرته، د خوږو شیانو زیات او بې احتیاطه استعمال ګڼې نورې ناروغۍ هم پیدا کوي، چې په دې ډول دلته هم ممکن د خوږو خوړو د معتادینو فیصدي لوړه او لړزونکې وي.
دا معتادین، د نورو زیان معتادینو په شان پخپل ذوق او انتخاب کې د زیانونو په مسئلې پوه دي خو بیا هم ځکه مخ نه شي ترې اړولی، چې پرې عادت دي.
خو پښتو متل دی چې: که غر لوړ دی، په سریې لاره ده.
دلته ځینې لارې چارې درښیوو، چې د خوږو شیانو له اعتیاد څخه په ژغورل کیدو کې درسره مرسته کوي.
اول به پردې وغږیږو چې ولې باید د خوږو شیانو له اعتیاد څخه ځان وژغورو؟
ولې له خوږو شیانو ځان وژغورو؟
د خوږو شیانو زیات استعمال نه یوازې د چاغوالي؛ بلکې د زړه او پوستکي د ناروغیو سبب هم ګرځي.
د ښځینه وو په اړه ویل شوي، چې زیات خواږه خوړونکي یې د تخمدان، سینو او ښځینه آلې له نورو ناروغیو سره مخ کیږي.
څنګه د خوږو شیانو خوړل کم کړو؟
دا سخت کار نه دی، اراده او عمل غواړي. که مو د خوږو شیانو خوړل کم کړل، د وزن په کمښت کې به مو مثبت بدلون محسوس کړئ.
هغه لارښوونې چې په دې برخه کې مرسته درسره کوي، دا دي:
د خوږو شیانو روژه ونیسئ!
که نیت مو کړی وي، چې د خوږو شیانو له جنجاله سم بې غمه شئ د نه خوړو ټینګه روژه یې ونیسئ.
د روژې په لومړیو ۳ ورځو کې نه یوازې د خوږو شیانو؛ بلکې نخود او رومیان هم مه کاروئ.
د دې ترڅنګ، وریجې او وچه ډوډۍ هم په دې ۳ ورځو کې ونه خوړل شي.
د دې هرڅه بدیل حیواني پروتینونه او پروتین لرونکي سبزیجات دي.
د بېلګې په توګه: په سهارنۍ کې د چرګ ۳ هګۍ وخورئ، خو بوره او نور خواږه ورسره مه کاروئ.
همدا شان د خوږو د نه کارونې له کبله، په وجود کې د لازمو موادو د کمښت مخنیوی د کب د غوښې په خوړو کیدای شي.
د څښاک په برخه کې د نورو مشروباتو له څښلو لاس واخلئ، په دې ورځو کې یوازې اوبه او چای زیات وکاروئ.
له ۳ ورځو وروسته څه وکړو؟
له ۳ ورځیني ازمېښت څخه تر بریالیتوب وروسته یوه مڼه په جایزه کې وخورئ. له دې وروسته به هرشی درته خوږ ښکاري، حتا پیاز، بادام او نور شیان.
یوه اونۍ وروسته
په اوله اونۍ کې هماغه د لومړۍ اونۍ پرهېز وغځوئ، په دویمه کې کولای شئ توت وخورئ، یا لبنیاتو کې یو شی وټاکئ.
له دې سره د سبزیجاتو استعمال بیا هم ضرور دی.
په درېیمه اونۍ، اوربشې پخپله غذایي مینو کې شامله کړئ.
د انګور په شان خواږه لرونکي مېوې هم خوړلی شئ.د ورځې یو ځل د چاکلیټ یوه څنډه هم وخورئ ځکه یو مخ له خوږو سره پریکون هم نه دی په کار.
پایله
په دغه ډول، یوه میاشت په پرله پسې ډول د خوږو شیانو د استعمال اعتیاد مو کمولای شي.
دغه تمرین، په یوه میاشت کې له ۷تر ۹ کیلو ستاسې وزن کموی شي.