د کرېکټ اړوند د ویزډن په نامه معتبر کتاب کې د سټيو واح له لورې نیول سوی انځور د کال د غوره انځور ایوارډ وګټی.
د اسټراليا کریکټ پخوانی لوبغاړی سټیو واح د تير ٢٠٢٠ز په جنوري میاشتې کې هندوستان ته ولاړی ،هلته یې د بيټ پرځای کامره راواخیستل په هندوستان کې وګرځیدی تر څو مالومه کړي چې کرېکټ ته ولي په هند کې د يو مذهب په سترګه کتل کېږي.
دی له پخوا څخه د عکس نیولو شوقي وو خو دا ځل د مګنوم په نامه د عکاس په لارښوونه مخته تلی.
اوسیان د راجستان په تار دښته کې يو کوچنی ښار دی ،سټیو واح هلته ځي او ګوري چې يوه ډله ماشومان په يوه دښته کې په کمو امکاناتو کریکټ کوي،ماتې ویکټې ،په ربړونو تړل سوی توپ او کله چې لوبه ګرمه سي بيا نو د ځمکې کلکوالي ته هيڅ توجه نسته.
سټیو وايي دا يو ځانګړی سهار وو، ٠٧:٣٠ بجې وې او د لوبې څنګ ته اوښان هم تېرېدله چې زما توجه یې لا ورجلب کړه.
دا عکس د ٣٠٠ عکسونو څخه انتخاب سو او يوه ځانګړنه یې داده چې ښودلې یې ده، سپورټ څومره د کرونا وېروس تر اغېزې لاندې راغلی وو.
ددې انځور سره وروستۍ مرحلې ته دوه نور انځورونه هم وتلي وه،يو یې د ډاريان ټرينر له لورې د سیدني تندر لوبډلې لوبغاړې جوردن سالک عکس دی چې د بیګباش په دوران کې د شپږیزې مخه نیسي.
او بل عکس د جد لسیستر له لورې اخیستل سوی چې يوه ماشومه د لمر وړانګو د اخیستلو لپاره د يوې لوړې څوکې څخه د لیتن او لینموت لوبډلو ترمنځ د دوستانه لوبې ننداره کوي.
د ویزډن اجرایوي مدیر لاورینس بوت وايي :تېر کال د کرونا وېروس ننګونې زیاتي وې او دا تاثر د عکاسۍ او کریکټ پر نړۍ پروت وو خو زه سټیو واح ته ځانګړې مبارکي وایم چې د کریکټ تر څنګ یې په عکاسۍ کې هم خپل نوم ثبت کړ.
د غوره عکس د ټاکلو په پروسه کې د نړۍ معتبرو کريکټرانو او عکاسانو برخه اخیستې وه.