د ښې وینا له پاره (۳) مهم ټکي

رنګین تجريدي ډیزاین

لیکوال: الن الډا
ژباړن: احمد فرهاد توتاخیل
که څه هم د ښې وینا کولو سپارښتنې مې نه خوښيږي، ځکه وینا کول یو هنر دی، خو بیاهم دا باید ومنم، چې ځینې ټکي کولای شي چې ګټور تمام شي.
· کله چې په یوې غونډه کې غږیږم، هڅه کوم چې له دریو مشخصو ټکو څخه زیات ذکر نه کړم. دا ځکه چې له دریو ټکو څخه زیات کارول د یوې غونډې د ګډونوالو په ذهن کې نه پاتیږي او ان داچې زما په ذهن کې هم نه پاتې کیږي. په اصل کې خو که چیرې د یوه ټکي یادونه وشي، ډیره به ښه وي؛ خو حد اقل یې دری ټکي دي.
· زه تل دا هڅه کوم چې پیچلې نظریې په دریو مختلفو لارو وړاندې کړم. ډیری خلک له لومړنیو دوو لارو هیڅ مفهوم نه شي اخیستلی، نو ځکه وایم چې باید له درېیمې لارې هم ګټه پورته کړم. همدا کار هغوی ته دا اجازه ورکوي، چې له موضوع څخه د هغوی فهم و درک زیات کړي.
· د یوې مهمې موضوع د درې ځلې ذکر کولو له پاره، تل هڅه کوم چې یوه ښه او مناسبه لار ورته پیدا کړم.
یو وخت له ما دا پوښتنه وشوه، چې هغه ټکي ولیکه چې څنګه ښه وینا وکړو؟ نو ما یې په ځواب کې دا درې ټکي ولیکل:
۱. له مهمو ټکو ځان خبرول
په مهمو ټکو ځان پوهول هوښیارتیا او ځیرکتیا ده، چې نه شي کولای ستا بڼې ته بدلون ورکړي، خو تجربه یې کولای شي. په موټر چلولو وخت کې کله مې چې هڅه کړې، چې د چټک سرعت ترافیکي نښه په نظر کې ونه نیسم، نو تل له یوې ستونزې سره مخ شوی یم. یوه غرمه مې د موټر ځغلولو د چټک سرعت له کبله جرمانه (ټیکيټ) ترلاسه کړ، نو بیا مې هیڅکله هم د تیز سرعت ترافیکي نښه له پامه ونه غورزوله. همدا نښه مهم ټکی و او جرمانه پاڼه تجربه وه.
۲. هغې غونډې ته چې ته وینا کوې، نو هڅه وکړه چې له ګډونوالو سره یې شخصي اړیکې پیدا کړې
د ګډونوالو سترګو ته ګوره او داسې ورسره غږیږه، لکه د نیږدې ملګرو په څیر دې چې وي او ښه یې پیژنې. په رښتیا چې د دې ټکي په لوستلو سره هیڅ هم نه شې کولای. تجربه هغه څیز دی، چې تا بدلوي.
۳. که چیرې کولای شې، نو یو کار له چمتووالي پرته ترسره کړه (تجربه کړه)
دا کار به له تا بل ډول سړی جوړ کړي. غونډو ته د چمتووالي نیولو پرځای، په سترو غونډو کې د وینا کولو له پاره له زړه خبرې وکړه، البته د موضوع په اړه له زړه او اخلاصه خبرې. یو ساده سپارښتنه کولای شي، چې تا د وینا کولو تر لوړې کچې ورسوي. له زړه خبرې کول تا د غونډو ګډونوالو سره په یوه ټینګه اړیکه کې ساتي. البته دا کار د هر چا لپاره نه اسانه دی او نه هم ممکن. یو څه خواري، د موضوع په اړه پوهه، پر ځان باور او کار غواړي.