په ادارو کې تر هر ځای زیات خلک پر دې سیالي سره کوي، چې له عامو کسانو نه په خاصو بدل او د ډېر پام وړ وګرځي.
تاسې هم ممکن په یوه اداره کې دنده ولرئ او غواړئ له عامو نه په خاصو خلکو بدل شئ؟
خو دا کار څنګه کیدای شي؟
دلته به یې ځینې لارې چارې درسره شریکې کړو څو دا هیله مو پوره شي.
دقیق اوسئ
یو مهم اصل په ادارو کې د خاص کیدو لپاره دا ګڼل شوی، چې خاص کیدونکی کارکوونکی باید په اداره کې زیات دقیق وي.
په دې مانا، چې یوازې د هغې کاري لایحې کارمند نه وي، کومه چې ادارې د استخدام پر وخت ورکړې وي.
فعال یا خاص کارکوونکی هر څه ته دقیق وي، د هرې مسئلې په اړه چې فکر کوي د ادارې د پرمختګ او خیر سبب یې ګرځي، متوجه وي، نظر ورکوي او عملاً مرسته کوي.
اضافي وخت نه ضایع کوي
فعال او خاص کارکوونکی اضافي وخت د غیبت، یو بل پښې وهلو، تخریب او نورو بې ضرورته شیانو پرځای پر دې فکر کوي، چې څنګه دا وخت د ادارې او کارونو د ښه والي لپاره پر ځای مصرف کړي.
دا ډول کارمند ځان د ادارې د مشر په څېره کې ویني، هماغسې د مسولیت احساس کوي او هماغسې چلند ورسره کوي.
مثلاً: که نور هیڅ نه وي د ادارې د کارونو په اړه یې خلکو ته توضیحات ورکوي، لیکل کوي، کارونه یې ارزوي او خپل نظریات مشرتابه ته وړاندې کوي، چې چارې ورسره بهتره شي.
ستونزو پسې شئ
غیرفعال کارمندان یوازې ستونزو نه شکایت کوي، خو فعال او مسول کارمندان د ستونزو په حل پسې وي او ستونزې له مخې ایسته کوي.
تاسې هم که غواړئ غوره کارمندان اوسئ، باید د ستونزو د حل لپاره عملاً لاس په کار شئ او پرې نه ږدئ، چې ستونزې ستاسې وخت ضایع کړي.
ستونزې حل کړئ، ورپسې شئ، مه پریږدئ، چې ستاسې وخت ضایع او د پرمختګ مانع مو وګرځي.
لږ استراحت، زیات کار!
هغه کارمندان، چې معمولي ګڼل کیږي، دوی زیات استراحت خوښه دي.
نه خپل کار سم ترسره کوي، نه نورو سره د مرستې روحیه لري.
تاسې که غواړئ، چې فعال او مخکښ کارمندان اوسئ، هم خپل کار سم ترسره کړئ او هم د نورو کارونو په ترسره کولو کې مرسته وکړئ.
لنډه دا چې د زیاتې رخصتۍ، ارام او استراحت فکرونه له سره لیرې کړئ.
څومره چې کار کوئ، هغومره مخته ځئ او پرمختګ کوئ.