د سرطان ناروغانو لپاره ځانګړې ائنه (ښيښه)

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
ژباړه: حماد هلال

د یوې ځانګړې اینې خارق العاده او په زړه پورې ډيزاین د خندا او مسکا اهمیت رامنځته کولو په هدف د یوې باذوقه ډیزاینرې لخوا بشپړ شو. دا ښیښه فقط د خندانه څهرو لپاره ډيزاین شوې.

ددې ځانګړې اینې ډيزاین لپاره دوه میاشتې هڅې وشوې.

دا پرمختللې ښیښه سرطان ناروغانو ته د خوشالۍ احساس ورکولو لپاره ډيزاین شوه او هغه وخت کار کوي، چې مخې ته ولاړ شخص یې مسکا یا خندا په خوله ولري. د پلاګ ان ټابلیټ ډیزاین چې د شیشې په  څېر دی، د دې ټابلیټ په منځ کې کیمره د خلکو د مخ تشخیص کولو وړتیا لري، کله چې  شخص مسکا یا خندا کوي، د دې ټابلیټ سطحه د اینې په څېر کیږي او د هغه شخص خندانه څهره ښيي.

د دې اینې (ښیښې) قیمت له 2 تر 3 زره ډالرو اعلان شوی دی.

برک ایلان دا ډیزاین کړې چې هغه یو ترکیي ډیزاینردی، هغه دا ګام وروسته له هغه پورته کړ چې د یوې کورنۍ پوښتنې ته ورغی چې په سرطان اخته وه او وروسته یې داسې تصمیم ونیوو.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.