ایران د سویلي کوریا تجارتي کښتۍ سره د سورلۍ نیولي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

خبرياله: مهرتاج

د عربي خبري اژانس په حواله، د اماراتو د ساحل ساتونکو دوه ایراني کب نیونکي په ډزو وژلي او په همدې ورځ ایران د متحده عربي اماراتو کښتۍ هم سره د سولۍ نیولي ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دوشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو د ساحل کارت کښتۍ له خوا څو ایراني کښتۍ وویشتل شوي، چې دوه ایراني کب نیونکي یې وژلي او د پیښې وروسته د متحده اماراتو یوه بحري کښتۍ یې سره د سورلۍ نیولې ده.

ـ د عربي رسنیو په حواله ، متحده عربي اماراتو د پولې ساتونکو ډزو لخوا د دوه ایراني کب نیونکو په وژنه خپله خواشیني څرګنده کړي او په یوه لیک کې یې د مرستې اعلان هم کړی دی.

د جنوبي کوریا چارواکو دا قضیه تایید کړي، او ویلي یې دي، چې ایراني ځواکونو د عمان له سواحلو څخه د کیمیاوي موادو یوه کښتۍ چې شل ۲۰ تنه سورلۍ هم پکې سپاره ول، نیولې ده.

سویلي کوریا غوښتنه کړي، چې ایران دې زر تر زر د کښتۍ په ګډون سورلۍ خوشې کړي.

ایران د سویلي کوریا کښتۍ د نړیوال قانون او پروتوکول په سرغړونې تورن کړي.

له بلې خوا ، د انګلستان خبري اژانس وايي، چې د ایران لخوا دغه اقدام په داسې وخت کې شوی چې د سویلي کوریا بانکونو د امریکا د بندیزونو له امله ایراني بودیجه منجمد کړي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د تاوتریخوالي لامل شوی دی.