خانداني شفاخانه: د جنسي کمزورۍ په اړه د سوناکشي فلم

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د هندي سینما نوموتې ستورې سوناکشي وايي، خلک باید د جنسي مسایلو په اړه خبرې وکړي او مشوره واخلي.
نوموړې د “خانداني شفاخانې” په نوم تازه فلم جوړ کړی، چې پکې د جنسي کمزوریو او ستونزو په اړه بحث شوی. سوناکشي وايي، له فلم جوړولو يې موخه داده، چې خلک وهڅوي څو د جنسي ستونزو په شریکولو کې شرم ونکړي. هغه زیاتوي، سیکس (جنسي اړیکې) د ژوند اساسي برخه ده او جنسي ستونزې عامې دي.
سوناکشي وايي:

“دا فلم مې ځکه جوړ کړ، چې سیکس یو مهم او عام مضمون دی، او باید په اړه يې وغږیږو. زه له ټولو میرمنو او نارینو غواړم، چې د جنسي مسایلو په اړه له بحث کولو ونه شرمیږي. زه تمه لرم، چې زما فلم به خلک وهڅوي، چې د جنسي مسایلو په اړه په ازاد ډول وغږیږي. زه ډاډه یم، چې دا فلم به خلک په فکر کولو او خبرو کولو مجبور کړي.”

د فلم ډاریکټره شیلپي دس ګپتا وايي، ډیرې جنسي ستونزې د خبرو له لارې حل کیدای شي.
هغه زیاتوي:

“تر دې وروستیو پورې د سیکس په اړه پوهاوی د هندوستان په یو شمیر ایالاتونو کې بند و. دا زموږ او ستاسې ټولو مسله ده. سوناکشي دا چلینج قبول کړ، چې په دې اړه وغږیږي. ډیر خلک اوس هم د سیکس په اړه خبرو کولو کې زړه نا زړه وي. موږ تمه لرو، فلم به له خلکو سره مرسته وکړي چې سیکس ورته نور د یوې چټلې کلیمې په توګه ښکاره نشي.”

سوناکشي وايي، کله چې د فلم په اړه ورته وویل شول؛ لومړی خو حیرانه شوه، چې ولې باید په دې فلم کې ولوبیږي؛ خو کله يې چې پوره کیسه واوریده، نو ويې پتیله، چې په دې “مهمه” موضوع فلم کې ولوبیږي.
هغه وايي، په هند کې د سیکس په اړه غږیدل اوس هم شرم ګڼل کیږي، خو ددې فلم به یوه هڅه وي، چې خلک وهڅوي د جنسي مسایلو په اړه په ډاډه زړه خبرې وکړي.
خانداني شفاخانه، چې د سوناکشي د کاکا شفاخانه ده، پکې سوناکشي د جنسي امراضو د معالجې په توګه کار کوي او د کاکا له مرګ وروسته د شفاخانې مشره ده.

تمه ده چې فلم به د راروانې اګسټ میاشتې په ۲ یمه خپور شي.
په افغانستان کې هم د جنسي مسایلو په اړه خبرې کول شرم دی. ځینې نارینه خو ان په دې اړه که هر څومره لویه ستونزه ولري، نه غږیږي؛ ځکه دلته جنسي قوت غیرت او جنسي کمزوري بي غیرتي بلل کیږي.
خو داسې نه ده. ځینې څیړنې ښيي، چې په هر لسو تنو کې یو تن جنسي کمزوري لري، چې باید له معالج ډاکJر سره مشوره وکړي. جنسي کمزوري ډیر کله د رواني ستونزو، غربت او کورني تاوتریخوالي څخه رامینځ ته کیږي، چې دا ټول مسایل د خبرو له لارې حلیدای شي.
په هندوستان کې د جنسي مسایلو په اړه په ښوونځیو کې یو نیم مضمون تدریس کیږي، خو په افغانستان کې یواځې د نجونو د میاشتني مرض په اړه یو نیم عنوان تدریسیږي، اما د سیکس په اړه هیڅ ډول پوهاوی په ښوونځیو او پوهنتونونو کې نشته. کورنۍ او والدین هم په دې اړه خوله پټه ساتي او بچیان د سیکس په اړه نه پوهوي.