د فینلنډ جیفاسکیلا پوهنتون په یوې نوې څېړنه کې، ۲۰ ځوانان پوره ۶۰ ساعته له خوب څخه محروم وساتل، دوی دې پایلې ته ورسېدل، چې د یادو خلکو د بدن د حرارت درجه د خوب له کبله ټیټه شوه.
کارپوهانو ته دا له ورایه ښکاره شوه، چې لږ خوب په عصبي سیسټم کې ستونزې رامنځته کوي، او د انسان په دماغ کې د بدن د حرارت درجه ګډوډوي.
د وینې جریان په بدن کې د حرارت د درجې منظمولو لپاره مهم رول لوبوي، کله چې د وینې جریان ګډوډ شي، انسان په پښو او لاسونو کې د یخنۍ ډېرېدلو احساس کوي.
د يخ پر وړاندې د هر انسان له بل انسان څخه د یخنۍ احساس توپیر لري.د روغتیا د برخې کارپوهانو دا په ډاګه کړې ده، چې هغه انسان چې تل د سړو احساس لري، لامل یې ځینې ناروغۍ دي.
کله چې د انسان د وینې په جریان کې ګډوډي او نیمګړتیاې راشي نو همدا د وینې جریان زموږ په بدن کې د حرارت د درجې منظمولو کې یو ډېر اړین رول لري .
په ځينو کسانو کې د یخنۍ احساس ډېر درلودلو بل لامل د شکر ناروغي ده. ډېری وخت د شکر ناروغي هم د انسان د حدودي عصب د نیمګړتیا سبب کېږي، چې نښې یې:
۱ـ د لاسونو او پښو بې حس والی
۲ـ په لاسونو او پښو کې د درد احساس
زیانمن شوی عصب د انسان دماغ ته د بدن د حرارت د درجې استولو دنده په غاړه لري. نو دا د دې سبب کېږي چې د شکر ناروغي لرونکي کسان تل په پښو او لاسونو کې د یخ احساس ولري او د دې لپاره چې په لاسونو او پښو کې یې عصب د بې حسۍ احساس لري نو په دې ناروغانو کې د لاسونو ګوتو او پښو ګوتو تورېدو سبب هم کېږي.
د پایلې په توګه دا ویلی شو چې کله د وینې جریان ګډوډ شي، انسان په پښو او لاسونو کې د یخنۍ ډېرېدو احساس کوي.