د ټولنیزو اړیکو لپاره د ټولنیزو رسنیو ډېره کارونه مو له اندېښنو/ ژور خپګان, وېرې او ډار سره مخ کوي.
موږ ټولنیزې رسنۍ د اړیکو په پار کاروو؛ خو ډېره کارونه یې د ذهني روغتیا لپاره زیانونه لري.
په دې موضوع د بریتانیې “رائل سوسایټي آف پبلک هلت ” له تېرو څو کلونو راهیسې د بېلابېلو څېړنو راپورونه له خلکو سره شریک کړي دي.
د ۲۰۱۷ز په ” ډی ایکانومسټ ” ورځپاڼه کې خپرې شوې سروې له مخې, بریتانیا کې له ۱۴ نه تر ۲۴ کلن ځوانان چې کله نا کله له ذهني ناروغیو سره مخ شوي؛ نو تر شا یې د ټولنیزو رسنیو ډېره کارونه ثابته شوې ده.
په دې څېړنه کې د ځوانانو د نظریاتو له مخې, که څه هم د ټولنیزو اړیکو وېب سایټونه د نظر څرګندولو لپاره اسانه او په زړه پورې اسانتیا ده؛ خو ډېره کارونه یې ځوانان له ژور خپګان او ډار سره مخ کوي.
پر دې سربېره بې خوبي، آن لاین بُلیینګ، انسان ته د اندېښنو او د یو څه له لاسه ورکولو یا ورکولو وېرې په څېر ستونزې پیدا کوي.
په ۲۰۱۴ز کې د “نیوروساینټسټ ” تجربې دا هم ثابته کړي وه چې فیسبوک د انسان د بدن هغه برخې راویښوي چې قمار او نشه یي توکي یې تحریکوي.
د موبایل اپلیکېشن مومنټ او شمېرې هم یادو ستونزو ته نغوته کوي. پر لس لکو کاروونکو ترسره شوې سروې له مخې په انسټاګرام کې د ورځې لږ تر لږه یو ساعت تېروونکو ۶۳ سلنه خلکو ناخوښي ښودلې وه.
همدا راز که د فېسبوک خبره وشي؛ نو د فېسبوک کاروونکو له جملې ۵۹ سلنه خلکو ناخوښي ښودلې وه.
پرون مې چیرته ولوستل:
« ولې د ژور خپګانه ځان نشې ژغورلای؟, داسې حال کې چې د مدیریت په هکله یې ښه مطالعه هم لرې».
وجه یې دا ده چې د هرې ورځې جنګ/ جګړو په وینو لت پت د ځوانانو, ماشومانو آن څارویو انځورونه، بوږنوونکي خبرونه، له انساني ظلمونو/ وحشتونو ډکې ویډیوګانې، نادودې، له عُقدو نه ډک پوسټونه، منفي و زهرجن افکار، یو د بل شخصیت سپکول/ ټیټ ښودل, طبعاً د انسان په نازک طبعیت او روان منفي اغېز پرېباسي. که وغواړي هم, ځان نشي ځنې ژغورلای.
بل لوري ته، که هر څو خواږه/ پاسته، مثبت پوسټونه وکړي، ځینې حتماً داسې پکې پیدا کېږي چې یو څه درته ولیکي چې آن حلق پرې تریخ, له ځانه خوابدی, له انسانیته ناهیلی شي.
ـ د ځان د خوشحالولو او ساعتېرۍ په پار به له حقیقي ترخې مجازي نړۍ ته پناه وړي، کوم انځور به پوسټوي، د یوې خولې خندا پورولو لپاره به طنز ولیکلي, هم به پرې بور او هم بدنام شي، هم به ډم او هم جولا شي.
متل دی چې: ږیره زما, واک یې د ملا!
شخصیت به دې د سوال لاندې راولي، کورنۍ او تربیې ته به دې ګوته ونیول شي.
د ځینو کار د نورو په کارونو کار لرل وي، نه خپله خوښ وي نه بل خوښۍ ته پرېږدي.
نو ځکه هر انسان چې په سوشل میډیا کې ډېر پاتي شي، پر ډپرېشن / ژور خپګان اخته کېږي. ګیڼې دا ډار په خوب کې هم ورسره مل وي چې په پلاني پوسټ یا خبره خو به چا ښکنځلی/ رټلی نه وم!؟
عکس العمل به یې څه ښودلی وي او داسې نورې وېرې, اندېښنې انسان ته ورغورځوي.
لنډه دا چې ژوند کول باید زده کړو، هم خپله ژوند وکړو او هم بل ژوند ته پرېږدو.
د روغ او صحتمند ژوند لپاره باید ټولنیزې رسنۍ لږ وکاروو