د واده په اړه مو دا مو ضوعات پر فیسبوک او خواله رسنیو مه خپروئ

سپینه تجريدي ډیزاین

ټولنیزې رسنۍ اکثره او فیسبوک او انسټګرام په خاص ډول هغه رسنۍ دي، چې د خپل شخصي ژوند ډېرې څنډې پکې منعکسوو.
که څوک کنسرت او چکر ته ځي هم یې دلته خپروي، که ډوډۍ خوري، یا چا سره ویني او یا بل فعالیت، بنډار، خوښي، خپګان او…
د دې ترڅنګ ډېر خلک د خپل ګډ ژوند د پيل( واده ) په اړه هم لیکل او تصویرونه خپروي.
دلته د واده په اړه ځینې مشورې درکوو، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې ځینې موضوعات باید خپاره نه کړئ.
د واده لګښتونه
د واده په لګښتونو ټول پوهیږو، چې هرچېرته او په خاص ډول په افغانستان کې ډېر ملا ماتونکي دي.
چې داسې ده، ضرور به نه وي، چې تاسې نادیده ګي وکړئ او په ټولنیزو رسنیو کې په یو نه یو ډول د واده د لګښتونو له زیاتوالي او ننګولو شکایت وکړئ.
که داسې مو وکړل، یوازې ځان به خلکو ته کم راولئ.
په دې هیڅ ښه نه ښکارئ، چې ووایئ هغومره یا دومره لګښتونه مو وکړل.
دا کار مو خلکو ته کوم ویاړ نه ګڼل کیږي، ځکه ستاسې خپل شخصي ژوند دی، هرڅنګه او په هرڅومره لګښت یې چې جوړوئ او سمبالوئ، خپل ژوند مو دی.
د لیست نهایي کیدو نه مخکې خلک مه غواړئ
ځینې خلک، په خاص ډول زموږ افغانان عادت دي چې که واده نه لږ وخت مخکې یې د بل چا واده شوی وي او دوی یې عکسونه پر ټولنیزو رسنیو وویني، دستي ورته د خپل واده نېټه لیکي او ګډون ته یې وربولي.
ځينې خو لا دومره کاکه ګي کوي، چې د واده کړي کس نور ملګري، کورنۍ او دوستان هم په کمینټونو کې خپل واده ته دعوتوي.
ستاسې که واده نیږدې وي او داسې عکسونه پر فیسبوک، انسټګرام یا بلې شبکې په مخه درتلل، داسې دستي خلک مه ورته دعوتوئ.
که مو داسې وکړل، وروسته جنجال درته جوړیږي.
جنجال به دا وي، چې مجبوریږئ د بلل کیدونکو کسانو د لیست جوړیدو پر وخت څوک زیات او څوک کم کړئ.
په دې کې ممکن مجبورشئ هغه وار د مخه بللي کسان له لیسته وباسئ، یا د هغه په کچه نور شناخته او درته نیږدې خلک ونه غواړئ.
د واده د جوړې لباس
پخوا به د واده د جوړې د لباس په اړه دومره هیجان و، چې ان د واده هلک به د نجلۍ او نجلۍ به د هلک د لباس په اړه نه پوهیده.
دغه حالت دوی، مېلمنو او خپلوانو ټولو ته له تلوسې ډک و.
هر چا به تلوسه لرله، چې وویني د واده هلک او نجلۍ څنګه لباسونه اغوندي؟
اوس ځینې خلک له واده څخه مخکې خپل د واده لباسونه پر ټولنیزو رسنیو عمومي کوي، چې دا یې د واده په اړه تلوسه او هیجان کموي.
تشویش مه خپروئ
واده د خوښیو ترڅنګ اندیښنې هم زېږوي.
ستاسې که واده نیږدې وي او وار د مخه ورته اندیښمن یاست، هڅه وکړئ چې په ټولنیزو رسنیو کې دا اندیښنه درنه څرګنده نه شي.
که څرګنده شوه، تاسې د خوښۍ له اخلاقو محروم ګڼل کیږئ او نه شي کولای چې خپل مېلمانه او د واده د مراسمو ګډونوال خوشاله کړئ.
ژوندي نشرات مه کوئ
ځینې خلک کیدای شي دومره هم نادیده شي، چې د خپل واده د مراسمو ژوندي نشرات وکړي.
یانې زر، زر عکسونه خپاره کړي یا لایف ویډیوګانې ورکړي. تاسې پام کوئ، داسې ونه کړئ.
له دې سره ستاسې د خوښۍ شېبې خرابیږي.
تاسې باید خپلو خوښیو نه خوند واخلئ، نه دا چې په واده کې د خبریال رول ولوبوئ.