کله چې واوره اوري ټول انسانان د خوښۍ احساس کوي، خو دا خوښي په هغو ځایونو کې وي چې خلک ډېره موده وروسته واوره وویني، لکه ترکیه کې چې باران پکې بېخي ډېر دی، خلک یې واورو ته خوشحاله کېږي او له بارانه ستړي برېښي، خو عربي هېوادونه بیا باران ته تږي دي. هاخوا کناډایان له واورو سره عادي دي، دوی ته لمرینه ورځ لکه موږ ته واورینه ورځ. د افغانستان دومره ښکلې په زړه پورې هوا ده چې نه له لمره څوک په تنګېږي، نه له واورې او بارانه، ځکه هر موسم یې خوندور دی. هم واوره هم باران یې منظم اوري، تر څو له بارانه په تنګ کېږو، لمر شي، تر څو له لمره ستړي کېږو، واوره او ږلۍ وي. لنډه دا چې د افغانستان په څېر ښکلي موسمونه نه موندل کېږي.
راځو د واورې په اړه څو جالبو ټکو ته:
-ترکی ارواپوه (احمد کورت) وایي د واورې د اورښت له امله د انسان د خوښۍ احساس کوي، ځکه چې په وجود کې د (ادرینالین) په نامه هورمون تولیدېږي او انسان ځان خوشحاله احساسوي.
– ځینې کسان په واورینو ورځو کې د واورې له خوړلو سره مینه لري او خوري یې، خو پوښتنه دا وي ورسره چې خوړل یې به یې تاوان ولري که ګټه. د (ارګان) پوهنتون د ځمکې پېژندنې استاد (آن نولین) وایي چې کله ما واوره وڅېړله دا راته جوته شوه چې نوې واوره دومره سوتره وي چې د اوبو څښلو پر ځای هم کارېدلی شي. له علمي پلوه د واورې خوړل هغه وخت تاوان لري چې ځنډنۍ وي او څو ورځې پرې تېرې شوې وي، ځکه دې واورې خپل رنګ بدل کړی وي او د وجود هاضمې سیسټم ته ستونزې جوړوي، خو پاکه او تازه ورېدلې واوره کومه ستونزه نه پېښوي.
– د واورې تر ټولو غټه دانه د امریکا په مونتانای ایالت کې پر اتلس سوه و اته اویا کال وموندل شوه، د ریکارډونو په ګینس کتاب کې ثبت شوه.
– د واورې پېچلي او کوچني کریسټالونه د دې لامله سپین ښکاري چې کله د لمر وړانګې پرې راخورې شي، هغه جذبوي او بېرته یې منعکسوي. د همدې لپاره وایي چې واوره سپینه برېښي. ګیڼي رنګ نه لري.
– د ځمکې پر مخ اتیا سلنه اوبه د واورې او د یخ کوندو په په بڼه دي.
– کله چې واوره واورېده او تر څلور سوه مټرۍ لاره نوره نه ښکارېده، که داسې توپان هم ورسره و چې درې ساعته یې دوام وکړ او په ساعت کې یې شپږپنځوس کیلومټره واټن وواهه، دې ته (کولاک) وایي چې له واورین (عادي باد) توپان سره توپیر لري او د کولاک توپان په نامه یادېږي.
– په متحده ایالاتو کې هر کال (یو سلو پینځه) واورین توپانونه ثبت کېږي، چې دوه یا پینځه ورځې دوام کوي.
– د واورې هره دانه ځکه شپږ ضلعې لري چې د اکسیجن له امله هایدروجني ورېځې ښې سره نږدې کېږي، تر کیمیاوي کړنو وروسته داسې بڼه خپلوي چې درې بعده لري او شپږ ضلعې.
– واوره چې واوري ټول ځایونه داسې ارام وي، ته وا مطلق سکوت خپور شوی. د دې لپاره عام دلیل دا دی چې خلک په کورونو ننوتلي وي، خو علمي دلیل هم لري، کله چې واوره سر پر سر شي او د ځمکې پر مخ ودرېږي، د اوبو په پرتله د واورې د ذراتو ترمنځ تشه فضا ډېره پاتې کېږي. له همدې امله ټولې غږیزې څپې په تشه فضا کې جذبېږي او د انعکاس مخه یې نیسي.