خوب یوه طبیعي پروسه، نو باید اسانه وی. خو کاشکې.
موږ ټول د ژوند په ځینو وختونو کې له ویده کیدو سره په ستونزه کې یوو، خو له موږ څخه د ځینو لپاره دا د هرې شپې یو جنجال دی.
د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي اداره وايي، ددې هیواد د وګړو دریمه برخه تر شپږ ساعتونو کم ویده کیږي. د سړیو په مقایسه په ښځو کې دې بې خوبۍ ستونزه زیاته ده.
له کافي خوب پرته انسان ته دا ستونزمنه شي چې د هیلمندۍ او شکر احساس وکړي. د نوښت او فکر ځواک یې کمزوری کیږي. په وړو خبرو غوسه کیږي. پر مسلو تمرکز نه شي کولی، او فزیکي روغیتا ته یې زیان رسیږي. همدارنګه د بې خوبۍ یو بله نادره اغیزه داده چې له انسان څخه د ټوکو ټکالو او خوښۍ احساس هم وړي.
موږ په دې اړه کلاسیکي سپارښتنې ډیرې اوریدلي چې څنګه ښه خوب وکړو( پر خپل وخت ویده شئ، له خوب مخکې قهوه او نور کافین لرونکي څیزونه مه څښئ!، او ورزش وکړئ…) خو له ګڼو خلکو سره دا مرسته نه کوي.
ددې لپاره چې د یاران له لوستونکو سره مو د ښه خوب په برخه کې ښه مرسته کړې وي، دلته د ښه خوب او ویده کیدو په اړه د شویو ځینو تازه څیړنو سیاینسي څیړونو لس سپارښتنې درسره شریکوو.
1- خپله د خوب کوټه پاکه او منظمه کړئ.
نامنظمه کوټه او یا تر ویده کیدو مخکې د کور د ننه د کوم کار نیمګړې پرېښودل د خوب پر مهال اندېښنه دراچوي او د ښه ویده کیدو مخه مو نیسي. نو ښه داده چې نه یوازې دا چې د خپل خوب خونه پاکه او منظمه وساتۍ بلکې تر ویده کیدو مخکې ډاډمنه کړئ چې ټول ضروري کارونه مو تمام کړي او په کور کې کوم څه بې نظمه، ناپاک ، ګډوډ او پرانیستي نه دي پاتې. دا یو ډول ډاډ او سکون درکوي او په زر ویده کیدو کې مرسته کوي.
2- د سپوږمۍ رڼا هم خوب خرابوي
یوازې د لمر رڼا نه ده چې خوب مو خرابوي، بلکې په ۲۰۱۳ م کال کې یوې وړې څیړنې وښوده چې د بشپړې سپوږمۍ رڼا هم خوب کې خلل رامنځ ته کوي. هغه ګډونوالو چې دې څیړنې کې یې برخه اخیستې وه د پوره سپوږمۍ شپې په رڼا کې یې پنځه دقیقې اضافي وخت ته اړتیا لرله چې ویده شي او همدارنګه شل دقیقې یې کم خوب یې کاوه.
کیدای شي دا توپیر کم وي، خو د هغوی لپاره چې د بې خوبۍ دوامداره ستونزه لري ښه ده چې د سپوږمۍ پر شپه کوټه تیاره وساتي او پر هغو شپو د ښه خوب لپاره اضافي تدابیر ولري چې سپوږمۍ پوره او رڼا یې زیاته وي.
3- د لمر مخه بنده کړئ
دې کې شک نه شته چې په تیاره خونه کې سړی په اسانۍ ویده کیدلی شي خو په تیاره خونه کې یو څوک ښه ژور او تر ډیره ویده هم پاتې کیدای شي. په ځانګړې توګه د ښځو د خوب لپاره په خونه کې تیاره تر سړیو هم مهمه او مرسته کونکې ګڼل کیږي.
د امریکا دساینس د ملي اکاډمۍ د مقالو په ټولګه کې یوه خپره شوې څیړنه وايي، د شپې او ورځې په وړاندې د ښځو د وجود غبرګون تر سړیو دوه ساعته مخکې دی او له همدې کبله په ښځو کې د بې خوبۍ ستونزه زیاته ده. نو د خوب د خونې لپاره ډبلې تورې پردې ضرور دی او که له دې سره هم سهار تر ټاکلي وخت مخکې له خوبه بیدار شوئ ښه ده چې رڼا ته له ځان ښکاره کولو ډه ډه وکړئ ان د خپل موبایل هیندارې ته هم مه ګورئ ځکه د سکرین روښنايي هم خوب تښتوي . نو که بیرته د ویده کیدو هڅه وکړئ ښايي یو څه وخت نور هم ویده شئ.
4- کورنۍ اړیکې سمې کړئ
که د ښځې او میړه ترمنځ اړیکې ګډې وډې وې دا د بې خوبۍ او کړکیچ یو داسې ځنځیر رامنځ ته کوي چې ماتول یې اسانه نه دي. څومره چې مو اړیکې خرابې وي هومره مو خوب خرابیږي. څومره مو چې خوب خراب او ګډوډ وي هومره مو شخړې او جنجالونه زیاتیږي.
نو ښه داده چې د خوب د ښه کولو لپاره خپلې کورنۍ اړیکې په ځانګړې توګه د ښځې او سړي ترمنځ اړیکې که ښې نه وي کړکیچنې هم نه اوسي او که څه ستونزه وي د خبرو له لارې یې هواره کړئ. کنه خوب د شپې به خوب نه درځي او د ورځې به غوسه زر زر درځي.
5- شپه او ورځ کې دوه ځلې ویده شئ
ښايي د ورځې خوب د ځینو په نظر تنبلي ښکاره شي، خو نه یوازې د اسلام مبارک دین د ورځې د لنډ خوب سپارښتنه کوي بلکې نوې څو څیړنې ښيي چې په شپه او ورځ کې دوه ځلې ویده کیدل ځانګړې ګټي لري.
په حقیقت کې د ورځې له خوا لنډ خوب تر ۱۷ مې پیړۍ پورې د نړۍ په ګڼو کلتورونو کې دود و چې د ماشیني ژوند پر راتګ او د انساني منډو ترړو په زیاتیدو یې پای وموندله.
په اوړي کې اوس هم د کلیو او بانډو کروندګر د غرمې وروسته یو دوه ساعته لنډ خوب کوي څو د ماسپښین کار ته ځان اماده او با انرژي کړي.
نو که چیرې مو کار اجازه درکوي هڅه وکړئ د ورځې په بهیر کې له لس دقیقو نیولې تر نیم ساعت پورې سترګې پټې کړئ.
د ورځې له خوا دا لنډ خوب چې پرميښي، پینَکي، قیلوله او په انګریزې کې یې ( Nap) هم بولي ستاسو وجود او ذهن ته یو تازه انرژي درکوي.
د ورځې د لنډ خوب په اړه په وروستیو کې ګڼې څیړنې شوي او ثابته شوې چې د بې خوبۍ او کم خوبۍ په وړاندې تر ټولو ښه مبارزه ده. په پرمختللو هیوادونو کې ان ځینو ښوونځیو او کمپنیو د خپلو کارکونکو لپاره د لنډ خوب او دمې وخت هم بېل کړی دی. د ورځې د لنډ خوب په اړه دا هم ویل کیږي چې د انسان فکري ځواک پیاوړی کوي. یو څیړونکی وايي، د ماسپښین له خوا شل دقیقې سترګې پټول او دمه کول تاسو ته له یوې قهوې یا انرژي څښاک زیاته انرژي درکوي. خو دا لنډ خوب تر دیرشو دقیقو مه زیاتوئ.
6- له بسترې ووځئ
که چیرې مو شپه په بې خوبۍ تیره کړې وي، نو خامخا به له بسترې ناوخته پاڅیږئ او یا بله شپه وختي خوب ته ځئ. کیدای شي دا تاسو ته یو څه لنډمهال ګټه وکړي خو وروستۍ یوه څیړنه ښيي چې په بستره کې تر کمبلې لاندې اضافي وخت تېرول په راتلونکې کې ستاسو د خوب د لا کمزورۍ سبب کیږي. که ډیر ستړي هم یئ د خپل خوب لپاره د ټاکلي مهال ویش پام وساتئ پر وخت خوب ځای ته ولاړ شئ او پر وخت ترې پورته شئ. که یې عادت وګرځوئ د خوب څرنګوالی مو ورسره بهتره کیږي.
7- خپل تایروډ معاینه کړئ
که چیرې تل د بې خوبۍ احساس کوئ او میاشتې میاشتې مو خوب ګډوډ وي. نو ښه ده چې له ډاکتر سره د خپل تایرود د غدې د فعالیت په اړه مشوره وکړئ. د تایرود کم کاري یا تیز کاري دواړه په ځینو مواردو کې د خوب د ګډوډۍ سبب کیږي. ستاسو په مرۍ کې دا وړه غده د هغو هورمونونو د تولید مسولیت لري چې ستاسو موډ او انرژي تنظیموي. دا دواړه له خوب سره تړلي دي.
8- د خوب څخه مخکې هره شپه په یو ترتیب ځینې واړه کارونه تکرار کړئ
څیړونکي ارینا هافینګټن وايي، ښه داده چې تر خوب مخکې د ځینو وړو کارونو یوه لړۍ د ځان لپاره د هرې شپې په کار بدله کړئ. لکه د شاور اخیستل، خپل ټیلفون د خوب له خونې بهر ایېښودل، د څراغونو ګل کول او داسې نور څو واړه کارونه هر شپه په یو ترتیب مخکې له دې چې سر پر بالښت کیږدئ له خوب سره وتړئ.
ددې ګټه داده چې مخکې له دې چې د خوب په ځای کې ځان واچوئ خپل ذهن او وجود د خوب موډ ته راولئ. د ورته کارونو دا ترتیب ستاسو ذهن او وجود دواړو ته په ناخوداګاه توګه وریادوي چې نور نو د خوب وخت دی. دا کار پر ښه خوب سربیره تاسو سره د ژوند په نظم کې هم مرسته کوي.
9- یو څه اضافي فایبر وخورئ
زموږ خواړه او زموږ خوب سره تر هغه څه زیات تړلي چې موږ یې فکر کوو. نو هغه څه تاسو یې خورئ ستاسو پر خوب ډیرې اغیزې کوي. د خوب د طبي درملو په یو ژورنال کې خپره شوې څیړنه وايي هغه کسان چې د شپې له خوا ډیر غوړ او کاربوهایدیت لرونکي خواړه خوري له خوبه زر زر ويښيږي او په ژور خوب کې کم وخت تیروي. خو هغه څوک چې ډیر فایبر لرونکي خواړه خوري ژور خوب یې اوږد او له خوبه زر زر نه ويښيږي.
10- د ټولنیزو رسنیو کارول کنټرول کړئ
موږ په دې پوهیږو چې د خوب وخت ته نژدې د سکرین لرونکو وسایلو لکه موبایل فون، کمپویټر او اۍ پډ او نورو کارول د خوب د ګډوډیدو سبب کیږي. خو یوې نوې څیړنې ښودلې هغه خلک چې ډیرې ټولنیزې رسنۍ او د خپلې خوښې ځینې اپلیکشنونه ډیر کاروي خوب یې تر نورو ډیر ګډوډ وي.
نو دا یوازې په دې پورې نه ده چې تاسو څومره سکرین ته ګورئ بلکې دا هم مهمه ده چې څه شئ ګورئ. ښه داده چې انلاین وخت تیرول راکم کړئ او په واقعي نړۍ کې ډیر و اوسئ.