که د وینا کولو مهارت زده کړو، نو دا ۱۲ ګټې به وکړو

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه؛ نسیمه محمدي
وینا شخصي او حرفهیي ژوند ته پرمختګ ورکوي او هم په بهرنۍ نړۍ د اغېز امکانات برابروي. که فکر کوئ ويناوالي هېڅ ګټه نه لري یا هم یوازې په استرس هم نه ارزي، نو اړینه ده دا لیکنه تر پایه ولولئ.
۱ – پر وېره بریاليتوب؛
ډېری خلک له وینا وېرېږي. جري ساینفلد (Jerry Seinfeld) لیکي: “زیاتره څېړنې ښیي چې د  خلکو لومړۍ وېره له وينا څخه ده او دویمه یې له مرګ. مرګ په دویمه شمېره کې دی، یعنې وګړي د یوې ډلې کسانو پر وړاندې تر وینا کولو د مرګ تجربې ته ترجیع ورکوي.» د دې ټولو وېرو برخلاف، د چمتوالي او تمرین سره بریالي اوسېدلای شئ.
۲ – د نفس عزت زیاتېدل؛
وینا په شدت عزت نفس پورته وړي، پر وېره بریا او ناامني چې د وینا سره مله وي، د پیاوړتیا لوړېدلو سبب ګرځي. همدارنګه، له مخاطبانو سره اړیکه ستاسې د عقایدو او لیدلوري غوره یادونه وي، چې له نړۍ سره یې شریکوي.
۳ – نورو ته د لرلید څرګندول؛
ستاسې د ټولنیزې کړۍ وراېخوا له وګړو سره د ارزښتمندو څیزونو شریکول، خوښي بښوونکي کېدای شي.
۴ – د انتقادي فکر وده؛
د وینا متن چمتو کول له څېړنې تر متن لیکلو، ټول د انتقادي تفکر لپاره ښه تمرین دی، چې دا مهارت پیاوړي کوي.
۵ – د ارتباطي عادتونو تحلیل؛
د وینا چمتو کول تاسې اړ باسي چې له نورو سره د اړیکې لارې چارې له سره وارزوئ او د وینا عادتونه مو بیاځلي وڅېړئ.
۶ – د ارتباطي وړتیاوو وده؛
د وینا د متن د لیکلو پر وخت باید په غوره بڼه، قانع کوونکو دلایلو او مخاطب ته د پیغام لېږلو د ژبې په اړه فکر وکړئ. دا ټول درسره مرسته کوي چې خپل ارتباطي مهارتونه د ژوند په بېلابېلو برخو کې هم وکاروئ.
۷ – د نویو ټولنیزو جوړول؛
وینا له هغوی سره د لیدنې ښه فرصت دی، چې ګډ علایق لري.
۸ – خپل رییس اغېزمن کړئ؛
په وینا کې بریالیتوب د نوښتګرۍ، د انتقادي فکر پیاوړتیا، د رهبریت وړتیا، وقار او مسلکيت دی، هغه وړتیاوې دي چې د کارموندنې لپاره ارزښت لري.
۹ – شهرت ترلاسه کړئ؛
وینا په پراخه کچه مخاطبانو ته د پیغامونو رسولو غوره لاره وي.
۱۰ – د مسلکي کړیو پراخول؛
ویناوالي د مشابه ذهنیتونو مسلکي وګړي سره راټولوي، چې خپل عقاید او تصورات له یو بل سره شریک کړي. دا پېښې د ډلې جوړولو فوق العاده فرصتونه ګڼل کېږي.
۱۱ – په حرفه یي شهرت سره خپل نوم حک کړئ؛
که مو د ویناوال په ډول شهرت تر لاسه کړ، شخصیت به مو د خلکو پر وړاندې تر ډېری لیکونکو لوړ وي.
۱۲ – خلک د مناسبو موضوعاتو په ټاکلو سره بدلون ته وهڅوئ.
وینا د نامعقولو فعالیتونو او سیاسي بدلونونو لپاره د آسانوونکي په توګه اوږده مخینه لري، وینا په اصل کې له یوه ګډ دلیل سره د بېلابېلو وګړو د يووالي او په پای کې د عمل د ترسره کولو لپاره د هغوی د ترغیب او هڅونې یوه غښتلې او اغېزلرونکې وسیله ده.