پلار که مور؛ د ماشوم څېره چا ته ډېره ورته وي؟

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د ډېرو میندو او پلرونو هیله ده، چې د ماشومانو څېرې یې په خاص ډول دوی ته ورته وي.
تاسې به ډېرخلک لیدلي وي، چې څېرې یې یا مور یا پلار ته شوي وي.
د دې کار دلیل څه دی او د دې بحث نورې خواوې کومې دي؟
دلته به همدې موضوع ته نظر واچوو.
لامل څه دی؟
د پلار و مور څېرو ته د ماشوم د څېرې ورته والی ډېر ژنټیکي دلیل لري.
د طبي څېړنو له مخې ۲۲ ژنټیکي دلایل د ماشوم د څېرې په ټاکلو کې ونډه لري.
دا دلایل یوازې هغه څه دي، چې د ماشوم او والدینو د څېرو د ورته والي اړوند کیږي.
په دغو دلایلو کې د سترګو رنګ، د ویښتو رنګ او ډول، د وجود جوړښت، د غږ کیفیت، د غوږ بڼه، قد، د غاښونو جوړښت … هغه څه دي، چې مور و پلار ته کیږي.
مور و پلار ته د ماشوم د قد ورته والی د څېرو د ورته والي یو عام ډول دی.
په دې ورته والي کې د تغذیې بڼه، نژاد او نور ډېر رول لري.
د څېړنو له مخې که ماشوم/ ماشومه سم تغذیه نه شي، د دې امکان زیات دی چې زیږیدونکی اولاد اوږد قد ونه لري او قد یې لنډ وي.
په عامه توګه تمه ده، چې د اولادونو د ویښتو بڼه او رنګ به هم مور و پلار ته ورته وي.
دا موضوع هغه وخت ډېر اهمیت پیدا کوي، چې د یوه ماشوم/ ماشومې مور و پلار د بېلا بېلو نژادونو اړوند وي.
یانې یو یې اروپایي او بل اسیایي او ډېر سره فرق ولري.
په دوی کې د ماشوم / ماشومې څېره او خصوصیات له والدینو څخه هغه یوه ته ډېر ورته وي، چې په جنسي اړیکو کې پر بل زیات غالب وي.
په دې مانا، چې که په اړیکو کې مور غالبه وي، ماشومان یې هغې او که پلار یې ډېر غالب وي، ماشومان او څېره به یې هغه ته کیږي.
ستونزې هم انتقالیږي؟
یوه پوښتنه دا ده، چې د مور و پلار طبیعي یا روغتیایي ستونزې به هم اولادونو ته انتقالیږي کنه؟
په دې برخه کې ځوابونه مختلف دي.
د ځینو ستونزو لکه: د ویښتانو د توییدو په اړه ویل شوي، چې که د پلار ویښته توی وي، حتمي نه ده چې د زوی ویښته به یې هم توییږي.
البته په هغه صورت کې دا کار ممکن دی، چې زوی یې هم د ویښتانو د تویید ټول هغه لاملونه پخپل وجود کې ولري، کوم دلایل چې په پلار کې یې دي.