د پرلپسې او ډېرو آسوېلیو ایستلو لامل څه دی؟

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ژباړه: نسیمه محمدي
آسویلي ایستل، زیاتره وختونه یو غېر ارادي امر دی، چې د خولې خلاصولو او ژور تنفس سره له هوا څخه د سږو د ډکېدو لامل ګرځي، دا کړنه په بشپړه توګه طبیعي او د بدن د ستړیا او بې خوبۍ له امله وي. ځینې آسویلي لنډ او ځینې نور څو ثانیې دوام کوي. همدارنګه، ځینې وختونه آسویلي ایستل، د سترګو څخه د اوښکو راتلو، دعضلاتو د کشېدو او آه ایستلو سره مله وي.
د څېړونکو له نظره آسويلي ایستل
څېړونکو تر اوسه د آسوېلیو ایستلو اصلي لامل نه دی موندلی، مګر ستړیا او خوب  د دې حالت، محرک ګڼي. آسوېلی ایستل یو ساري او نورو ته د لېږ وړ ده او کېدای شي د نورو د آسوېلیو لیدل یا غږ اورېدل سره، آسویلي ایستلو ته اړ شئ. لیدل کېږي آسوېلي ایستل یو ډول په ټولنیزو اړیکو اغېز لرونکي کړنه ده! همدارنګه د څېړونکو په یوې عمومي څېړنه کې راغلي، چې آسوېلي ایستل د مغز د حرارت کمېدو او سړېدو سره مرسته کوي!
د ډېرو آسوېلیو لامل
کله چې تاسې په یوه دقیقه کې، څو آسويلي لرئ، غېر معمولي حالت دی. غېرې معمولي او له کچې ډېر آسوېلي، معمولا د لږ خوب او دېرې ستړیا له امله وي.
البته د وازوواګال غبرګونونه د ځانګړو شرایطو لامل ګرځي، چې همدا عمل له حده ډېرو آسوېلیو سبب ګرځي. د واروواګال عکس العمل د واګ عصب د فعالیت د ډېرېدو لامل کېږي. او دا عصبي غبرګون له مغز څخه ستوني او بیا نس ته انتقالیږي. کله چې د واګ عصب فعالیت ډېرېږي، د وینې فشار او د زړه د ضربان کچه کمښت مومي او د خوب حس څخه نیولې، بیا تر یوې جدي قلبي ستونزې لامل ګرځېدای شي!
نو که آسوېلي ایستل مو له لامل پرته ډېر شول، له خپل روغتیا پال سره مشوره وکړئ. مه هېروئ، چې دا یواځې ستاسې روغتیا پال دی، چې کولای شي غېر معمولي آسوېلي تشخیص او دا چې د روغتیا لپاره زیان لري کنه، پوه شي!
د آسویلي ایستلو اصلي لامل تر اوسه نه دی څرګند شوی، خو د هغو معمولي لاملونو څخه چې د دې غېرې ارادي عمل لامل شي لاندې فهرست ته اشاره وکړو:
د خفګان او تشویش ضد درملو جانبي عوارض لکه SSRIs او د زړه شاوخوا خونریزي.
همدارنګه په ډېر کم احتمال سره د نورو ناروغیو لامل شي، لکه:
د مغزي تومور شتون، د زړه حمله، د ميرګي ناروغۍ، د ځيګر ناسم فعالیت د بدن د تودوخې په کنترول کې د بدن پاتې راتلل.
روغتیا پال د ته ورتلو په صورت کې، لومړی پوښتنه، چې له تاسې پوښتل کېږي، ستاسې د خوب او اندازې په اړه به وي، چې ستاسې پرلپسې او ډېر آسويلي هم د خوب په نیمګړتیاوو پورې اړه لري یا د یوې جدي ستونزې پېښېدل ستاسې د بدن د دې غبرګون لامل شوی.
د خوب د مسئلې له ردېدو وروسته، ځینې آزمایښتونه باید تر سره کړئ، چې د دې مسئلې لامل څرګند شي. یو له دې آزمایښتونو څخه الکترو انسفالوګرام یا EEG دی، چې په لړ کې یې ستاسې د مغز الکترولیکي فعالیتونه څېړل کېږي او د مغزي ناروغیو د تشخیص لکه صرع( ميرګي) لپاره تر سره کېږي. همدارنګه ورپسې آزمایښت، چې ممکن تر سره یې کړئ، ام آر آی( MRI ) وي. MRI هغه آزمایښت دی چې د قوي مقناطیسونو( آهنربا) او رادیویي څپو په واسطه ستاسې د بدن د داخلي اجزاوو بشپړ انځور روغتیا پال ته وړاندې کوي تر څو نوموړی وکولای شي د غړو د سم فعالیت په اړه څېړنه وکړي. دا معاینه معمولا د تومور د شتون او ام اس ناروغیو تشخیص لپاره په مغز یا د په ملا تیر کې تر سره کېږي. همدارنګه دا انځورونه، د زړه فعالیت د ارزونې او د زړه د ناروغیو د تشخیص لپاره کارول کېږي.
درملنه
که چېرې دا آسوېلي د ډېرو درملو کارولو له امله وي، روغتیا پال کولای شي د درملو د ډوز په کمولو سره دا ستونزه حل کړي. په یاد ولرئ دا یواځې روغتیا پال دی، چې کولای شي ستاسې د درملو ډوز کم یا زیات کړي. نو هېڅکله، د روغتیا پال له سلا مشوررې پرته، د درملو د کمولو یا زیاتولو پرېکړه ونکړئ.
که زیات آسوېلی، ستاسې د خوب د اختلال او بې نظمۍ له امله وي، ستاسې روغتیا پال، د خوب راوړونکي درمل، تنفسي دستګاه ګانې او ورزش کول د استرس د کموالي او آرام خوب لپاره تاسې ته سپارښت کوي.