ژباړه: نسیمه محمدي
سري یا شپږم حس، هغه حس دی چې د فرد پنځه ګوني حسونو پورې تړاو ونه لري او د ذهن له لارې اطلاعات اخلي.
د ترسره شویو څېړنو په بنسټ، زمونږ غریزې ځینې وختونه له عقل او منطق وړاندې شرایط درک کوي او د بدن په ژبه یې ژباړي. په حقیقت کې کله هم هغه څه څیز چې باید پرې پوه شو مخکې له دې په هوښیارتیا او د مغز له لارې یې تر لاسه کړو مونږ ته انتقالوي. دا هغه حالت دی چې زمونږ غریزې فزيکي حالت پیدا کوي. ډېری لارې چارې د شپږم حس د پیاوړتیا لپاره شتون لري. چې وړاندې یې تاسې ته یادونه کوو.
له ځانه پوښتنه وکړئ
په حقیقت کې له ذهن او حس څخه پوښتنه د ماورایي قدرت د پیاوړتیا لپاره غوره لار ده. د څه په اړه چې واقعا غواړو پوه شو یو شېبه فکر وکړئ. د بېلګې په ډول:« آیا باید دنده مې بدله کړم؟» د شپې چې کله غواړو خوب ځای ته لاړ شئ په لوړ غږ له ځانه پوښتنه وکړئ. و به وینئ چې خوبونه موستاسې پوښتنو ته ځوابونه وایي.
له ځانه سره مینه کول
کله چې وکولای شئ خپله انرژي مو سالمه وساتئ. حواس به مو پیاوړی او دقیق کېږي. ټول حواس د شپږم حس په ګډون به په یو روښانه او دقیق کانال بدل شي او بدن، ذهن، روح او احساس به مو له منفي اغېز خلاصون ومومي.
افکار مو د کاغذ پر مخ ولیکئ
د خپل موقعیت په اړه فکر وکړئ او د هغه موضوع ګانو په اړه چې د ارزښت وړ دي په ډېر غور فکر وکړئ، وروسته لیکل شروع کړئ. فکرونو ته مو اجازه ورکړئ چې ارادي عمل وکړئ او هر هغه څه مو چې ذهن ته رسېږي د کاغذ پر مخ ولیکئ، وروسته کاغذ ته وګورئ، متوجه کېږئ چې څه پېښ شوي:« فکرونو مو نصیحت او لاښونه درته کړې».
په ځان باور وکړئ
د بېلګې په ډول کله چې د قدم وهلو په حال کې یئ، خو ناڅاپه مو زړه غواړي کيڼ لوري ته وګرځئ، دا کار تر سره کړئ، که څه هم وروسته پوهېږئ له واقعي لارې ډېر لرې تللي یئ، خو بیا هم خپل حس ته مثبت ځواب ورکړئ وبه وینئ چې تاسې ته یې سمه لارښونه کړې.
خپلو خوبونو ته ارزښت ورکول
کله چې ویده کېږو ځان خبرونکی ضمیر مو خوب وړي او هغه شهودي قدرت چې د بېدارۍ په وخت فعال نه وي فعالېږي. د ډېری کسانو شهودي قدرت یا له منځه وړل کېږي یا انکار ترې کېږي او یا هم له پامه غورځول شوی وي. خو د خوب په وخت دغه قدرت د فعالېدو لپاره فرصت مومي. د دې لپاره چې له خوبونو مو په کافي اندازه ګټه واخلئ، هغه په یوه یاداشت کتایچه کې ولیکئ. څنګه چې یاداشت کوئ خپلو هغو احساساتو او حواسو ته چې د خوب په شېبو کې یې شتون درلود پاملرنه وکړئ. دا هغه ټول د پیل ټکي دي چې ستاسې شهودي قوې په پیاوړتیا کې مرسته درسره کوي.
له طبېعته ناخبره مه اوسئ
په کلي توګه په طبېعت کې په آزاده هوا او د ونو تر څنګ اوسېدل، د انسان بصیرت او لید لوړوي. تازه ګلان ستاسې د کورنۍ فضا د انرژۍ د ډېرېدو لامل ګرځي. حتی پرېږدي تر څو تازه او آزاده هوا ستاسې کور ته راننوځي. تازه ګلان، ستاسې روح پیاوړی کوي.
د یادونې وړ ده چې مېرمنې نا احساس شوي پیغامونه نسبت نارینه وو ته ژر درک کوي او ناویلي ټکي ژر پېژني او په هر عمر کې چې اوسو، د دې لپاره چې خوښ او بریالی ژوند ولرو، اړ یو د ژوند مهارتونه او پوهه لوړه کړو. په بل عبارت، هره ښځه او نارینه، کله چې خپله پوهه زیاته کړي، کولای شي خپل ذهن مدیریت کړي، ځان بدلوي او انرژي، احساسات او خپل عواطف په مثبت لوري کې په کار واچوي او خپل او ګډ ژوند ته په هر عمر کې چې وي، ښوالی او حتی هغه ځان ته په جنت بدل کړي.
سرچینه آکسان پلاس