شهزاد محمدي ښه راوګرځېد؛ نن یې ۷۴ منډې وکړې!

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

نن چهارشنبه د افغان کرکټ ملې ټیم لوبغاړي په دوو لوبډلو ویشل شوي، تر څو خپلو کې تر څو ورځنیو تمرینونو وروسته یوه شل اوریزه تمرنیاتې لوبه ترسره کړي.
په یاده تمریناتې لوبه کې لوبغاړي په دوو لوبډلو افغان اتلانو او افغان ځوانانو ووېشل شول، چې نن سهار یې لوبه پيل کړه.
په یاده لوبه کې لومړی افغان اتلانو توپوهنه وکړه، چې افغان ځوانانو ته یې د ۱۶۷ منډو هدف وټاکه.
افغان کرکټ بورډ وايې، چي د اتلانو لپاره شهزاد محمدي تر ټولو ډیرې ۷۴ او اصغر افغان بیا ۴۷ منډې جوړ کړې.

دا چې د یادې لوبې دوهمه پاڼې لا هم پاتې ده په دې اړه یې وروسته له یاران څخه معلومات ترلاسه کولای شي.
د افغانستان د کرکیټ ملې لوبډلې تېز توپوهونکی او د پيل لوبغاړی شهزاد محمدي افغان کرکیټ ملې لوبډلې ته شاوخوا له یو کلن ځنډه وروسته بیا راستون شو.
شهزاد محمدي په تېر ۲۰۱۹م د کرکیټ پنځوس اوریزه نړیوال جام د پيل په لوبو کي لومړی ټپي او له هغه وروسته د ځیني اُصولو څخه د سر غړونژ په پار کرکټ بورډ ورباندي یو کلن بندیز ولګاوه.
شهزاد د نړیوال جام له دوهمې لوبې وروسته د فیټنیس د نه شتون په پلمه هیواد ته راستون کړل شو او هغه دلته له رسنیو سره خبرو کې خپل صحت د ډاډ وړ وښود او کرکیټ بورډ یې دې برخه کي ګرم وباله.

د دې ترڅنګ هغه د کرکټ بورډ مشرتابه له اجازې پرته د سفرونو او همدارنګه د یوه بل هېواد په کرکټ اکاډمۍ کې د تمریناتو له امله له بندیز سره مخ شوی و، ځکه هر لوبغاړی چې له هېواده بهر د سفر تابیا لري نو باید له ادارې اجازه ترلاسه کړي.
شهزاد محمدي څو میاشتې مخکې د ادارې د عمومي مشر او ډسپلین کمېټې له لوري پر نوموړي د پاتې مودې بندیز د بخښنې غوښتنه کړې وه، چې په پایله کي د ادارې د ډسپلین کمېټې د پرېکړې او عمومي مشر ښاغلي فرهان یوسفزي له تایید وروسته پر نوموړي د بندیز پاتې موده وبخښل شوه.