د شاتو مچیو وژل په افغانستان کې عامه خبره ده. ډېر ماشومان به مو لیدلې وي چې د لوبو او مستۍ لپاره ځینې وخت د شاتو مچۍ پاروي.
پاریدلې مچۍ یا دوی چیچي او یا یې دوی وار له مخه په وژلو شرطونه تړي او بې شماره یې له منځه وړي.
ماشومانو ته دا عادت له مشرانو انتقال شوی، ځکه دوی لیدلي چې پلرونو، مشرانو وروڼو او د چاپېرچل نورو کسانو یې دا کار کړی خو چا ورته څه نه دي ویلي.
اوس به په اتریش کې د شاتو مچیو د وژل کیدو په یوه قضیه وغږیږو، چې د دې مچیو په ارزښت مو پوهوي.
د شاتو مچۍ او کروندګر
د اتریش په کلاګنفورت ښار كې یوه سیمه ییز کروندګر پخپله کرونده کې داسې مواد کارولي، چې د شاتو مچۍ یې مسمومې کړي او مسمویت یې بیا د مرګ سبب شوی.
د اتریش یوې محکمې دغه کروندګر د نقدي جریمې د ورکولو ترڅنګ په یو کال بند محکوم کړی دی.
د کروندګر په اړه
دغه کروندګر ۴۷ کاله عمر لري. هغه پخپله کرونده کې د مضرو حشرو ضد درمل پاشل، چې دغه درمل د شاتو مچیو د مسمومیت سبب شوی.
محکمې پر دغه کروندګر تور پورې کړی، چې د درملو د شیندلو له کبله یې د شاتو ۵۰ مچۍ مسمومې او مړې شوي دي.
د محکمې قاضي د لومړنۍ محاکمې د پایلو د اعلان پروخت ویلي، چې دا کروندګر ځکه پړ ګڼي، چې ده د مسلکي او با تجربه کروندګر په توګه د شاتو مچۍ لیدلي او د دې باوجود چې پوهیده پاشل کیدونکي درمل دې مچیو ته تاوان رسوي، ده بیا هم درمل پاشلي.
د دغې قضیې څېړونکي قاضي زیاته کړې، چې کروندګر به د یو کال بند د تېرولو ترڅنګ ۲۰ زره یورو تاوان هم ورکوي.
د کروندګر غبرګون
محکوم شوي کروندګر د محکمې پریکړه ناعادلانه ګڼلې او ټینګار یې کړی، چې پرضد به یې بلې محکمې ته شکایت وکړي.
هغه د شاتو د مچیو د مرګ په اړه د نورو پلټنو غوښتنه کړې او ویلي، چې که احیاناً دا پېښه د ده د درمل پاشلو له کبله رامنځته شوې وي، قصدي به نه وي؛ بلکې دی به تېروتی وي.
د شاتو مچیو ارزښت
د افغانستان په ګډون په ګڼو هېوادونو کې د شاتو د تولید لپاره د شاتومچیو د تولید او روزنې لپاره په لویه کچه پانګونې شوي.
شات، د نړۍ له قیمتي او خورا ګټورو خوراکي توکیو څخه دی، چې ډاکټران یې د ګڼو ناروغیو د مخنیوي او درملنې لپاره مهم ګڼي.
تاسې که د دغو مچیو د پالنې او روزنې په کار کې مرسته نه کوئ، لږ ترلږه وژنئ یې هم مه، یا ورنه لاره بېله کړئ، یا یې په داسې ډول د ضرر در رسولو په وخت له ځانه وشړئ چې زیانمن نه شي.