د کورونا وايروس د نښو په هکله، لومړى په ووهان بیا ایران او ورپسې په اټکلي توګه دا خبره څرګنده شوه، چې د ناروغانو د بویولو یا شامعې حس هم د یاد وايروس له امله، اغېزمن کېږي.
اوس د ساینسپوهانو څېړنې، په کورونا وایروس د اخته کسانو د بویولو حس د اغزمنتیا په اساسي علت، پوهېدلو ادعا کوي.
د ساینسپوهانو په حواله، په عامه توګه د بویولو حس اغزمنېدلو تر ټولو اساسي لامل، وايرل انفیکشن (مېکروب) دی مثلاً د معمولي زکام یا د تنفسي مرۍ/ مجرا اړونده مېکروبونو له جملې يو څه دي ـ خو د بویولو حس د پوزې د بندېدلو له امله اغزمنېږي، نو په دې خاطر په ورته پېښو کې داسې پېښېږي، چې د مېکروب ختمېدلو سره سم د انسان د بویولو حس هم عادي حالت ته راګرځي.
د ساینسپوهانو په باور، که د کووېډـ۱۹ ناروغۍ/ کورونا وایروس خبره شي، بیا نو د بویولو حس د اغزمنېدلو لاملونه، په بېلابېلو ډولونو لیدل شوي دي.
ساینسپوهان وایي، چې په کورونا وایروس اخته ډيری ناروغانو د بویلو حس په ناڅاپي توګه اغېزمن او یوې/ دوه اونۍ وروسته بېرته عادي حالت ته راګرځي.
په یاد وایروس اخته ډېرى ناروغانو ویلي، چې د ناروغۍ پر مهال یې پوزې بندې نه وې، خو بیا یې هم خوشبویې او بدبویي نشوه محسوسولای یا نه پرې پوهېدل.
ساینسپوهان زياتوي؛ نو څرګندېږي، چې په کورونا وایروس د اخته ناروغانو د بویولو حس له لاسه ورکولو علت د پوزې بندېدل نه دي.
د دوی په حواله، د کووېډـ۱۹ ناروغانو کې د”اروما مالیکیولز” د[خوشبویي ذرې] په پوزه کې موجودو جذبونکو آخذو پورې نه رسېږي.
د دې لامل پوهېدلو لپاره، پوهانو د کورونا وایروس اخته ناروغانو “سي ټي اسکین ” وکړ، په پایله کې معلومه شوه، چې د ناروغ پوزه کې موجود د بویولو حس برخه چې”اولفیکټري کلیفټ” نومېږي، د میوکس(Meaux) او هلته موجودو نازکو پردو د خارښت په سبب بندې وي.
دغه حالت ته” کلیفټ سینډروم” ویل کېږي او په سي ټي اسکن کې لیدل شوي، چې د ناروغ شخص پوزه بېخي پاکه ده، چې په سبب يې د پوزې له لارې د ساه اخیستل، هېڅ ډول ستونزه نه رامنځته کېږي.