هغه هیوادونه چې د سیلفي اخیستو له امله په کې ډیر خلک وژل شوي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د سیلفي اخیستو په اړه به مو اوریدلې وي، چې رواني ستونزې پیدا کوي او دا ستونزې وروسته د ځان وژنوسبب کیږي.
دلته به د هغو هېوادونو معلومات درکړو، چې د سیلفي له کبله د ځان وژنو ترڅنګ پکې د نورو مرګونو پېښو د ګراف کچه لوړه ده:
د څېړنې جزیات
د اسپوتینک اژانس د یوه تازه راپور له مخې، د کورنیو په اړه د المان یوې مشهورې تحقیقاتي مجلې د خپل هغه راپور پایلې خپرې کړي، چې پکې د سیلفي اخیستو له کبله د ډېرو وژل شویو کسانو هېوادونه مشخص شوي.

د مجلې په راپور کې راغلي، چې د ۲۰۱۱ میلادي کال له اکتوبر میاشتې څخه د ۲۰۱۷ تر نومبر میاشتې ۲۵۹ تنه د سیلفي اخیستو له کبله مړه شوي دي.
اړوند هېوادونه
څېړنه ښيي، چې د سیلفي د قربانیانو ۱۵۹ تنه په هند کې وژل شوي.
له دې ارقامو سره هند په نړیواله کچه د سیلفي له کبله د وژل شویو کسانو لومړی مقام لري.
له هند څخه وروسته روسیه د سیلفي د قربانیانو د شمېر له مخې دویم هېواد دی.
په دغه هېواد کې تراوسه ټول ۱۶ تنه د سیلفي اخیستوپر وخت له ژونده بې برخې شوي.
د سیلفي د قربانیانو درېیم هېواد امریکا متحده ایالات دي. په امریکا کې تراوسه ۱۴ تنه د سیلفي اخیستو پر وخت مړه شوي.
زموږ ګاونډی هېواد پاکستان هم د سیلفي اخیستو پروخت د زیاتو قرباني ورکوونکو هېوادونو په ډله کې دی.
د یادې څېړنې له مخې، هلته په دومره موده کې ۱۱تنه د سیلفي اخیستو پر وخت مړه شوي دي.

د قربانیانو عمرونه او جنسیت
د یادې څېړنې د پایلو له مخې، د سیلفي اخیستو پر وخت د مړو شویو کسانو عمرونه په منځني ډول ۲۳ کاله دي.
دغه راز ویل شوي، چې له سیلفي اخیستوسره د ښځو په پرتله نارینه ډېره لېوالتیا لري.
د جنسیت له پلوه، د سیلفي د قربانیانو ۷۲،۵ سلنه کسان نارینه دي.
د کلونو له مخې شمېر
په یاد شوي راپور کې راغلي، چې په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کې د سیلفي اخیستو له کبله، د قربانیانو شمېر د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ په پرتله ډېرشوي.
قربانیان تردې هم زیات دي
د دغه څېړنیز راپور په پای كې ویل شوي، چې په نړۍ کې د سیلفي د قربانیانوشمېر له ورکړل شویو ارقامو څخه څو چنده زیات کیدای شي.
د دې دلیل، دا ښودل شوی چې په ډېرو مخ په وده هېوادونو کې له دې کبله چې د نورو پېښو له وجې په مراتبو زیات نور خلک قرباني کیږي، د سیلفي د قربانیانو ارقام ثبت شوي نه دي.
د قرباني کیدو دلایل
د سیلفي اخیستو پر وخت ډېرځله سیلفي اخیستونکي که پر سړک ولاړ وي، موټرو ته یې نه پام کیږي او که پر پام یا کوم بل خطرناک ځای ولاړ وي، نورو خطرونو ته د پاملرنې پرځای ټول فکر د سیلفي ښه اخیستو ته متمرکز وي.
دا مسئله سبب کیږي، چې یا یې موټر ووهي، یا له بام یا یوه لوړ ځای څخه ولویږي او یا په ورته بله بڼه خپل ژوند د لاسه ورکړي.