ژباړه: مریم شریفي
یوه داسې مېرمن پېژنم چې کلونه کېږي د خپل ځان د ارزښت پېژندلو په اړه له ستونزو سره مخ وه. هغه لویه شوه خو هېڅ کله یې دا درک نه کړه چې هغه څومره ښه ده. د خپل ژوند د ماشومتوب، نوې ځوانۍ او ځوانۍ کې به یې چې کله ددې هڅه وکړه چې یو ګام مخ ته ولاړه شي، ذهن ته به یې دا جملې راتلې: ته یوه تېروتنه یې، ته بې ارزښته یې او تا هېڅوک نه غواړي.
هغې دا جملې خپل زړه او ذهن ته اچولې وې داسې چې ان د هغې پر شخصیت، کړو وړو او ان ګډ ژوند یې منفي اغېز کړی و.
یوه ورځ په دې پوه شوه چې زموږ ارزښت خلک نه شي ټاکلي، بلکې خدای پاک مخکې له مخکې د انسان ارزښت ټاکلی دی.
هغې به ویل، داسې یو څه پېښ شول لکه کټ مټ مې چې په ذهن کې بم چاودلی وي.
هغې پرېکړه وکړه چې د حذف د دکمې کېکاږل پیل کړي، همداسې یې وکړل.
کله به یې چې منفي افکار ذهن ته راغلل او ورته ویل به یې: ته ارزښت نه لرې، ته راتلونکې نه لرې.
ددې پر ځای چې دغه خپل ذهن ته وسپاري او خپه شي، خپل سافټویر یې بیا ځلي پروګرام کړ: زه یوه تېروتنه نه یم. زه یوه پېښه نه یم. زه د خدای پاک مخلوق یم او مخکې له دې چې نړۍ پیدا کړي، پرېکړه یې کړې وه، چې زه باید په دې ځای کې وم.
زه د خدای پاک له لوري تایید شوی او قبول شوی یم انسان یم. زه با ارزښته یم. خدای پاک زما په بدن کې خپله روح زغلولې ده. نن چې ددې ښځې د فکر بڼې بدلون کړی یو ارام او ډاډمن ژوند لري.