پر نفس د باور ۸ نښې؛ وګورئ چې تاسې یې لرئ که نه !

رنګین تجريدي ډیزاین
لیکنه: ملیحه ناصري

که دغه اته نښې تاسو کې وي، ویلی شو چې پر نفس اعتماد/باور مو تر عادي کچې لوړ دی.

۱یوازې د مهمو کسانو تایید ورته اړین دی:

کله چې تاسو د هغو کسانو له لوري ومنل شئ یا درناوی درته وشي چې تاسو ته اړین دي؛ نو بیا هر چېرته چې ځئ، هر څه چې ازمایئ، په رښتیني بارو او پر نفس اعتماد يې کولی شئ؛ ځکه پوهېږئ چې د ژوند مهم کسان مو ملاتړ دي.

۲لږ خبرې کوئ، ډېر اوري!

هغه کسان چې پیاوړی پر نفس باور لري، پوهېږي چې ډېر څه یې زده دي؛ خو غواړي لا هم زده کړي. د همدې لپاره پوهېږې چې د اغېزناکې زدکړې یوه لاره غوږ نیول دي، نه خبرې کول.

۳تينګ دریځ لري!

ټینګ دریځ دا مانا نه لري چې په سم او نا سم کار کې پر خپله خبره ټينګ شئ، یانې تاسو احتیاط کوئ؛ خو له تېروتنې وېره نه لرئ. دا ډول کسان پوهېږي چې اخر رښتیا مالومېږي او که دوی تېروتنه کړې وي، له برالا کېدو یې وېره نه لري؛ ځکه هر انسان تېروځي. دوی کولی شي منطقي دلیل یا د کار لامل خلکو ته ووايي.

۴ځان ښودنه نه کوي!

هغه کسان چې پر خپل نفس باوري وي، خپلو لاسته راوړنو باندې ځان نه ښيي. په ځان دنننه پر ځان ویاړي؛ خو خلک نه مجبوروي چې دی/ دا وستايي. دوی هڅه کوي نورو ته دا لاره هواره کړي چې په همدې ډګر کې د دوی تر څنګ وځلېږي.

۵له نورو مرسته غواړي!

ډېری خلک ګومان کوي چې له نورو مرسته غوښتل، عیب دی. هغه کسان چې پر نفس يې ټينګ باور لري، له نورو کسانو نه په مرسته غوښتو نه شرمېږي. یوازې دا نه چې د خپلې اړتیا له اعترافه وېره نه لري، پر دې ښه پوهېږې له هغه چا چې مرسته غواړي، هغه ته د پیاوړتیا حس وربښي. مانا د بل کس د ښه حس لامل هم کېدی شي.

۶پر نورو خلکو بېځایه نیوکه نه کوي!

په ټولیز ډول هغه کسان چې په یوه او بله پلمه پر نورو خلکو نیوکې کوي، هڅه یې دا وي چې ځان تر ټولو غوره وښيي. یوازینۍ پرتلنه چې د پر نفس د کلک باور لرونکي خلک یې کوي، هغه له خپل تېر سره د اوس ژوند مثبته پرتلنه ده.

۷له کمزورۍ وېره لري!

ځينې وخت، په ځينو چارو او دريځونو کې انسان د کمزورۍ احساس کوي. دغه مهال هغه کسان چې پر ځان باور لري، له دې کمۍ نه وېرېږي.

۸خپلې تېروتنې مني!

دغه کسان له خپلو تېروتنو تېرېږي نه، مني یې. کله چې واقعاً پر ځان باور ولري، ځينې وخت له بد ښکارېدو نه وېرېږي. هڅه کوي اصلاح شي؛ خو له سمونې نه وېرېږي.