
د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني سلو توپاچونکي او ددې هیواد په روان سوپرلیګ کې د اسلاماباد یونایټیډ لوبډلې روزونکي سیداجمل په خپله تازه مرکه کې ویلې، راشدخان ارمان ډېره ښه توپاچونه کوي، چې د نړۍ په کچه اوس هغه یو غوره توپاچونکی دی.
سیداجمل د کریکویک پاکستانۍ ورزشي ویبپاڼې سره په خپلې تازه مرکه کې ویلې، راشدخان د غورې توپاچونې څښتن دی، نو باید توپوهونکې یې احترام وکړي او دده پر واندې توپوهنه کې له احتیاط څخه کار واخلي.
هغه ویلې:
« هیڅ شک په دې کې نشته، چې راشدخان د نړۍ په کچه یو غوره توپاچونکی دی او ډېره ښه توپاچونه کوي. هغه خپله توپاچونه خورا په کم وخت کې په بېلابیلو ډولونو سره کوي، چې دا د یوه بریالي توپاچونکي خورا مهمه او بریالۍ تګلاره ده. د راشدخان سره تر لوبې کولو وړاندې موږ له خپلو توپوهونکو سره د هغه توپاچونې د څرنګوالې په اړه خبري وکړې، خو تر ټولو ښه خبره داده، چي د راشدخان د توپاچوني احترام وشي او توپوهونکې دده پر وړاندې له ډېر احتیاط څخه کار واخلي او یوازي ورباندي یوه ـ یوه منډه جوړه کړې.»
راشدخان په PSL لیګ کې
سیداجمل پر داسي مهال د راشدخان په اړه تازه څرګندونې کړې، چې راشد اوس مهال په متحده عربي اماراتو کې په پاکستان سوپرلیګ کې د ګډونوالې لوبډلې لاهور قلندرز سره یوځای لوبیږي.
هغه د یادې لوبډلې لپاره په پنځو لوبو کې اووه ویکټې اخیستې، چې د پېښور زلمي لوبډلې پر وړاندې لوبه کې یې پنځه ویکټې واخیستې او د تل په څېر یې یوځلې بیا د نړیوالو پام ځانته واړاوه.