د ژوندانه په لګښتونو کې د سپما لاري

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه: نوراحمد فضلي
ډېری خلک فکر کوي چي لګښت نه کول سپما ده؛ په داسي حال کښي چي داسي نه ده. سپما لګښت نه کول نه دي؛ بلخوا پر ځای او سم لګښت کول دي. ددې کار له پاره، بېلابېلي طریقې دي چي ډېري ساده او هم له ډیري سختۍ خلاصي دي. خو د همدې آسانو طریقو له پاره به هم یو لړ مصارف کوئ.
ددې له پاره چي وکولای سو په خپلو ورځنیو لګښتونو کښي سپما وکړو؛ داسي لاري سته چي موږ ئې فکر لا نه کوو. ساده خو اغېزناکي او ګټوري
– د خپلو اخیستونکو توکو لیست چمتو کړئ:
د سوپرمارکېټونو او پلورنځیو شان و شوکت معمولاً هر انسان خپل ځان ته جذبوي. له دې ځایونو څخه د سودا کولو وسوسه زموږ د ورځنیو لګښتونو د ډېرېدو یو له مهمو سببونو څخه ده. که غواړئ چي په یادو مارکېټونو کښي مو لږ پیسې ولګېږي، وړاندي تر دې چي یاو مرکزونو او پلورنځیو ته ولاړ سئ، د خپلو اخیستونکو توکو نوملړ چمتو کړئ، هو، وسواسي کېږئ مه!
– د اړتیا وړ پیسې درسره ولرئ:
له کوره د وتلو پر مهال مو باید په یاد وي چي یوازي باید د اړتیا وړ پیسې درسره ولرئ؛ هیڅکله اضافي پیسې د ځان سره مه وړئ دا اضافي پیسې شوني دي درڅخه ورکي سي، غلا سي او هم کېدلای سي چي په اسانۍ درڅخه خرڅي سي.
– جامې د هر موسم په پای کښي رانیسئ:
د کالو رانیولو او په لګښت کښي د سپما کولو له پاره تر هرڅه وړاندي باید وپوهېږئ چي د هر موسم په پای کښي کالي رانیسئ ځکه د موسم په پای کښي د نوي موسم له پاره معمولاً د پخوانیو او مخکینیو جامو بیې راټیټیږي او په تخفیف ئې درکوي.
– له اصلي او باکیفیتو جنسونو استفاده وکړئ:
همېشه ددې له پاره چي د پوښاک په رانیولو کښي مو سپما کړې وي باید د باکیفیتو او اصلي جنسونو څخه ګټه واخلئ ترڅو لږترلږه ستاسي د څو کلونو له پاره د استفادې وړ وي. که یوازي د ارزان واله په سبب بې کیفیته کالي واخلئ تر لنډ وخت وروسته اړ یاست چي بیاځلي همدا جنس وپېرئ.
– د ښایستو او لوکسو جنسونو پېر را کم کړئ:
په ورځني ژوند کښي کله شوني دي ښایستې او لوکسي جامې ډېري وسواس اچوونکي وي البته په ژوند کښي بدلون خورا مهم دی خو تر دې چي زیات څه مهم دي؛ ستاسي بودجه ده. امکان لري چي ښایسته جامې او کالي ستاسي ژوند ته ډېر ښایست او رونق ورکړي خو شاید همدا پیسې مو د ژوند په بل ډېر مهم ځای کښي درد دوا کړي. ځکه نو تلاښ وکړئ چي ددې څيزونو پېر راکم کړئ.
– د امکان تر بریده د دباندي له خوراکه ډډه وکړئ:
تاسي به هم نن سبا د فاسټ فوډ خوراکونو له زیانه خبرېږئ چي د روغتیا له پاره ئې لري. خو ددې خوراکونو له زیانونو یو هم ناخبري پیسې دي چي خرڅوئ ئې. که غواړئ چي له دې ناخبره مصرف څخه ځانونه خلاص کړئ او په خپلو لګښتونو کښي مو سپما کړې وي؛ نو ښه لاره یې په کور کښي اشپزي کول او له کورنیو پاخه سوو خواړو خوند اخیستل دي.
– خپل ورځني جاري لګښتونه مو جدی یاداښت کړئ:
د راتلونکي میاشتي ټول لګښتونه مو یاداښت کړئ، له دراندو نیولې تر کوچنیو- ټول ورځني لګښتونه. غوره خو دا ده چي ددې کار له پاره يوه یاداښت کتابچه ځانګړې کړئ چي وسئ کولای د لګښتونو جریان مو پرتله او برسی کړئ. د لګښتونو او مصارفو یاداښتول، د سپما او لګښتونو د کنټرول په لور لومړنی ګام دی.
– د توکو د خرابېدو یا وخت تېرېدو تاریخ وګورئ:
دا دومره سخت کار هم نه دئ. د حیرانتیا ځای خو دلته دئ چي ځیني کسان پرته له دې چي د توکو د وخت تېر تاریخ وګوري بېلابېل خواړه لکه لبنیات، غوښه، چرګ، هګۍ او… پېري. د توکو د وخت تېر تاریخ په کتلو او ویلو سره په یوه ټک دوه نښانه ولئ، هم مو پیسې نه دي تلف کړي او هم مو د ځان روغتیا او سلامتیا ته پام کړی دی.
– د تداوۍ په لګښتونو کي مو سپما وکړئ:
په درماني یا د تداوۍ لګښتونو کي ډېری کسان سپما نه سي کولای ځکه چي لګښتونه له وړاندي مالوم او مشخص دي او هغو کښي تخفیف و ها و دا نسته. یوازینی کار چي تاسي په دې لګښتونو کي سپما راوستلای سئ، دا چي د ژمي په وخت کښي د تاودو او ګرمو کالو په اغوستلو سره هم د انرژۍ په مصرف کښي سپما کوئ او هم به مو د تداوۍ په لګښتونو کي سپما کړې وي.
– پاته پیسې مو مه پرېږدئ:
کله چي پلورونکی ستاسي پاته پیسې بیرته درکوي، حتما” هغه واخلئ. زموږ ډېری کسان خپلي پاته پیسې په خاصه بیا هغه وخت چي میده وي، نه را اخلو. د بازارموندني تبلیغاتو د موسسې له لوري د ترسره سوي تحقیق له مخي، یوازي ۲۱ سلنه وګړي خپلي پاته پیسې له پلورونکي غواړي او اخلي.
– له مخکي د تابیا نیولو پرته، توکي رانیول پرېږدئ:
لوی سوداګریز مارکېتونه چي بېلابېل محصولات پېرودونکو ته وړاندي کوي په خورا مناسب وخت کښي د سپما له پاره دي. رامسی، چي په دې اړه خورا د ښه نظر خاوند دئ، داسي وايي: سره له دې، چي دا پلورنځي او مارکېټونه خورا زیات امتیازات لري خو ستونزه دلته ده کله چي د مخکي پلان سوي او مشخص څیز په تلاښ کښي یې، ناخبره دي سترګي پر ځیني غیر ضروري محصولاتو نښلي او چي مخ راګرځوې بیا دي څو له دوئ څخه د سودا کڅوړي ته لوېدلي يي او د پیسو تحویلولو خوا ته ورځئ. رامسی سپارښتنه کوي: له کوره د سودا په نیت وتلو وړاندي، د خپلو اړو او ضروري توکو لیست د ځان سره ولرئ. نوموړی وايي:” زه خپله له دې اسلوبه کار اخلم او هيڅکله تر خپل تیار کړي لیست اضافي څیز نه پېرم. “
– د کتاب رانیولو پر ځای هغه له کتابتونه په امانت واخلئ:
هرکله چي شونتیا وي، د کتاب رانیولو پر ځای هغه له کتابتونه په امانت واخلئ. د کتابتون غړیتوب لرل یا خو لګښت نه لري او یا ډېر کم لګښت لري. ددې کار یو بل ښه والی دا دئ چي کتابتونونه هم د مطالعې او درس ویلو له پاره ښه ځای دئ او هم رنګارنګ کتابونه هلته زیات دي. که د کتاب رانیولو ته اړ یاست، حتمن داسي کتاب غوره کړئ چي منځپانګه ئې ستاسو د موخي سره متناسبه وي، نه دا چي پیسې پر ورکړئ او استفاده هم ترې ونکړئ.
– ګران یې مه رانیسئ:
که ګران بیه توکي رانیول مو غوښتل، حتمن یې له څو پلورنځیو بیه کړئ. په دې ترتیب څوک نه سي کولای چي ستاسي په سترګو کښي خاوري درواچوي. که د توکو له پېر وړاندي، په خاصه د ګران بیه هغو، ښه پلټنه وکړئ، هم به د خپلي خوښي وړ توکي وپېرئ او هم به مو اضافي پیسې نه وي مصرف کړي.
– له عمومي ټرانسپورټه استفاده وکړئ:
د وګړو د ژوند له پاره په سپما کښي له عمومي ترانسپورټه استفاده کول یوه بله لار ده. له عمومي تګ راتګ له اسانتیاوو استفاده کول نه یوازي د هوا د ککړتیا د لږولو او ګڼي ګوڼي د لږولو سره مرسته کوي – ددې سره سره، په ملي بسانو او مترو کي له عمومي ترانسپورټه د شخصي موټرونو یا موټرسایکلونو په پرتله استفاده ډېر کم مصرفه ده.
– د خپلو وسایطو د ساتني او احتمالي ترمیمونو له پاره منظم پلان ولرئ:
د خپلو وسایطو رنګ بدلولو، د لاستیکونو د تنظیم او په شخصي وسایطو پوري اړوندو نورو کارونو ته مو هم همېشه باید پام وي. که ناوخته اقدام وکړئ او شخصي وسایط مو پر خپل حال پرېږدئ، بیا به اړ یاست چي ساتني او جوړوني له پاره ئې زیاتي پیسې ولګوئ.
– له برېښنايي توکو په استفادې کي له دقته کار واخلئ:
د برېښنا لګښت کمولو ساده او اسانه لار، هغه هم د نن سبا په بندو بازارونو کښي، دا ده چي کله له هغوی ګټه نه اخلئ؛ له برقه یې وکاږئ. تر ورغوي صفا خبره ده، که چیري یوازي ددې پر ځای چي تلوېزیون خاموش کړئ، هغه له برقه وکاږئ، ستاسي د برېښنا په لګښت کي کمښت راځي. البته پر نورو سرونو هم دې ته ورته اضافي مبلغ لګولو ته دقت وکړئ.