سعودي له روژې وروسته، درې مشهور دیني عالمان اعداموي

سپینه تجريدي ډیزاین

الجزیره د موثقو راپورونو په حواله وايي، چې د سعودي عربستان حکومت به له روژې وروسته ریاض کې درې مشهور دیني عالمان د ترهګرو د ملاتړ په جرم اعدام کړي.
د سعودي حکومت او محکومو کسانو ته نږدې سرچینو ویلي، چې دا درې دیني عالمان، شیخ سلمان العوده، اواد القرني، او علي العمري نومیږي، او له روژې وروسته به اعدام شي.
د سعودي حکومت په رسمي ډول د خبر د رد یا تائید په اړه څه نه دي ویلي.
شیخ سلمان د نړۍ په کچه پيژندل شوی دیني عالم دی، چې په سعودي کې د اصلاحاتو غوښتونکی دی. اوعاد القرني بیا د سعودي مشهور مبلغ، عالم او لیکوال دی، او علي العمري وتلی ویاند او نطاق دی.

شیخ سلمان العودي سعودي له روژې وروسته، درې مشهور دیني عالمان اعداموي
شیخ سلمان العودي

یو سرچېنې د منځني ختیځ رسنۍ ته د نوم نه ښود په شرط ویلي، چې د ذکر شو خلکو په اعدام کې به ځنډ ونشي. سرچینه وايي: “چې که ددې خلکو داعدام حکم وشي، دمه ورته نه کوي.”
د سعودي د حکومت منتقد او د خلیج چارو لپاره د متحده ایالاتو د مرکز مشر، علي الاحمد د یادو دریو کسانو د اعدامولو خبر جرم وباله او ويې ویل، په دې سره حکومت د سعودي خلک د ښه متابعت لپاره ویروي.
نوموړي الجزیرې ته ویلي: “د سعودي محکمه لږه ډیره داسې ده لکه د کانګرو (علني) محکمه!” کانګرو محکمه چې د نازي ریژم پر مهال او له هغې وړاندې موجوده وه، تورن کسان په علني ډول، پرته چې اصول او قوانین په پام کې ونیسي، په سزا رسوي.
د راپورونو په اساس، دا درې دیني عالمان د ۲۰۱۷ کال په سیپټمبر کې د ولیعهد محمد بن سلمان په امر له یو شمیر نورو دیني عالمانو او مشرانو سره یوځای د فساد په تور ونیول شول. درې واړه اوس په ریاض کې د جرمونو په ځانګړې محکمه کې، د خپل برخلیک لپاره انتظار باسي.
په سعودي کې د دیني عالمانو نیول کیدو، د ملګرو ملتونو د غبرګون سربیره د یو شمیر نړیوالو ادارو او د بشرحقونو د څار سازمان غبرګون هم وپاروه.
داسې راپورنه هم ورکړل شوي، چې سعودي ځينې عالمان او سیاسي مشران قطر سره د اړیکو په تور نیسي. سعودي د ۲۰۱۷ کال په جون کې د قطر سره خپلې هر ډول اړیکې پرې کړې. سعودي وايي، قطر د ترهګرو ملاتړ کوي. وروسته متحده عرب اماراتو، بحرین او مصر هم له قطر سره خپلې اړیکې وشلولې.
ملګرو ملتونو د تیر کال په راپور کې د ترهګرۍ په وړاندې د سعودي د مبارزې او امنیت قوانین د بشرحقونو ضد وبلل او ويې ویل، چې سعودي د بشرحقونو د مدافعینو غوښتونو او انتقادونو ته پام نه کوي.