د سعودي د عامې روغتیا وزارت ویاند د ډاکټر “محمد عبد العلي” په وینا په سعودي عربستان کې تر دې دمه د بل هیڅ ډول کورونا ناروغۍ راپور نه دی ورکړل شوی او هلته د نوي ډول کورونا ناروغۍ خبره بې اساسه دی.
د عربي رسنیو په حواله، د سعودي عربستان د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر “محمد عبدالعلي” ویلي، چې کارپوهان د کورونا د نوي ډول په اړه څیړنې کوي او د نوي وایروس جنیټیک مرکب په اړه تایید شويو راپورونو ته انتظار باسي.
نوموړي ویلي، چې ښاریان باید په نه تایید شوي خبرونو باور ونه کړي، باید له مستندو سرچینو څخه دقیق خبرونه ترلاسه کړي، ترڅو دوی له کوم ډول ستونزو سره مخ نشي.
د روغتیا وزارت پدې برخه کې مرستندویه (معلوماتو څانګې) وړیا یا بې لګښته (۹۳۷) شمېره هم خپره کړي، پداسې حال کې چې په ټولنیزې شبکې ټویټر (@ saudiMOH937) کې هم معلومات موندل کیدای شي.
د یادونې وړ ده، چې په انګلستان کې د نوي بڼې کرونا له امله کارپوهان نه دي توانیدلي، چې دقیق تشخیص وکړي، د سعودي عربستان په ګډون ډیرو هېوادونو د احتیاط لپاره نړیوال سفرونه بند کړي دي.
سعودي چارواکو ویلي، چې د الوتنو د ځنډولو پرېکړه د وژونکي کورونا وایروس وروستيو پیښو له امله شوې او د دې سربیره به حکومت په لنډ وخت کې ځمکې او سمندري لارې هم وتړي.
د سعودي د کورنیو چارو وزارت ویلي، هغه خلک چې له اروپایي یا داسې هېواد څخه راغلي چیرې چې په تیرو دریو میاشتو کې دا ناروغي خپره شوې ده، باید سمدلاسه د کورونا معاینه وکړي.