له سرټمبه انسان سره د واده کولو پايلې

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
سرټمبګي هیڅکله ښه عادت نه دئ. دا عادت کېدای سي له ماشومتوبه د يوه انسان سره ورسره وي او په لویوالي کي یوازي د کورنۍ له پاره سرخوږی نه، بلکي ګډ ژوند هم خورا ستونزمنوي. که تاسي همدا اوس د نامزادۍ په دوران کي ياست او په خپل مقابل طرف کي مو د سرټمبګۍ نښانې ليدلي وي، نو زموږ نننۍ لیکنه ستاسي له پاره ده – دا لیکنه تر پایه ولولئ او بیا د خپل ژوند په اړه پرېکړه وکړئ.
سرټمبګي یا لجبازي چشي ده؟
سرټمبګي پر خپله خبره، باور او نظر باندي تاکید او د نورو له هغو سره چورلټ مخالفت کولو ته وايي. دا ځیني وختونه شعوري او ځیني وختونه غیر شعوري وي. سرټمبګي هیڅکله یو ښه خاصیت نه دئ او همېشه په مختلفو بڼو سره ځان ښکاره کوي: همدا چي نورو ته زيان رسوي، بد وايي، ژاړي، آه او فرياد کوي، لوښي يا نور سامان آلات ماتوي، ساندي وهي، او… دا ټولي د سرټمبګۍ نښي دي، او سرټمبګي ستاسي د واده اړیکي قاتل او د مېړه او ماینې ترمنځ په اړیکو کي تر ټولو ناخوښ او نامطلوب درد دئ.
سرټمبه انسانان څنګه وپېژنو؟
ژر غُسه ورځي: هغه انسان چي د دوئ د غوښتنو او تمایلاتو په محضی لږ مخالفت سره، ژر غُسه کېږي او جنګ او دعوای شروع کوي.
دلایل تراشي: یعني د خپلو پرېکړو له پاره خورا یو رقم و بل رقم او بې اهمیته دلايل وړاندي کوي او خپلي غلطۍ پر نورو ور اړوي.
چشم پوشي کوي: لجباز او سرټمبه انسان خپله سرټمبګي هېروي او نسبت ئې نورو ته کوي. مثلاً وايي: ته خپله سرټمبګي کوې، ته ما سرټمبګۍ او لجبازۍ ته مجبوروې او…
بې قانونه وي: لجباز او سرټمبه انسان ډېر کوچني اصول هم پایمالوي او په مقابل کې بې اعتنايي کوي. سرټمبه انسانان قانون خپله تعریفوي او هرځای چې په خپله ګټه وي، هغه کوي.
حساس وي: هغه له خپلو پرشاوخوا کسانو څخه تر حد زیاته توقع لري سر له دې چي ځان د نورو خبرو عملي کولو ته ژمن نه بولي.
کمزوري ټولنیزي اړیکي لري: ډېری وخت یوازي وي او نه سي کولای چي مناسبي ټولنيزي اړیکي جوړي کړي. سرټمبه انسان پژمرده او مضطرب خُلق او اندېښمن افکار لري.
پر ځان کم باور لري: په دې کسانو کي پر ځان باور کم او د خپل څرګند ځان منلو او مثبت اوسېدو نشتون په آسانۍ سره څرګندېږي که څه هم هغه به کوښښ کوي چي دا واقعیت پټ کړي.
کورنۍ ريښه لري: بېله شکه چي د والدینو روحيات پر اولادو باندي تاثیر کوي. که ستاسي د نامزاد/ې په کورنۍ کي نور کوچنیان هم سرټمبه او لجباز وي یا ئې والدین سرټمبه او لجباز وي، باید ډېر محتاط اوسئ. تاسي یوې داسي کورنۍ ته ور ننوزئ چي هر کس ئې پر خپل سر ډنګوي او د نورو د نظرياتو او عقایدو درک پکښي نسته. او دا د يوه ناپایه او ټول عمره جنګ په معنا دي.
له يوه سرټمبه انسان سره ژوند
د مېړه او ماینې په ګډ ژوند کي جروبحثونه او د نظر اختلافات هغه څه دي چي موږ ټولو تجربه کړي دي خو په دې مابین کي د زوجینو اهداف متفاوت دي او ډېر کله خپله دوئ هم پر دې موضوع خبر نه وي. ځيني غواړي چي هرڅه ژر باید جروبحث ختم کړي او بیاځلي خپله اړیکه له سکونه ډکه کړي او ددې له پاره هر ممکنه کار کوي. ځیني بیا دا جروبحثونه د جنګ میدان تصوروي چي باید پکښي بریالي سي او دوئ هم ددې کار له پاره هري چاري ته لاس اچوي، دا کسان په سرټمبګۍ او لجبازۍ سره جروبحث لا پسي اوږد کړي او نه غواړي چي خپلي تېروتني ومني او د هري خبري په مقابل کي جواب ورکوي او د هر کار په مقابل کي غبرګون ښکاره کوي.
د لجبازۍ او سرټمبګۍ له منفي تاثیراتو څخه یو هم د زوجینو اختلاف وي، چي د کورنۍ د کسانو رواني روغتيا زیانمنوي. لجباز او سرټمبه انسان د پرېکړي کولو او فکري استقلال توانايي نه لري او نه غواړي چي له خپلو غیرمنطقي غوښتنو تېر سي. لجباز او سرټمبه کس د نورو کسانو نظرياتو ته احترام نه کوي او یوازې خپلي خبري ته سر نیولی وي. لجباز او سرټمبه افراد نه سي کولای چي د مسایلو له پاره مناسبي حللاري پیداکړي او منطقي توجیه نه مني. د داسي یوې مسلې سره د برخورد کولو پر مهال، ماينه او مېړه باید په مناسب انداز او لحن یو له بل سره خبري وکړي. مېړه او ماينه باید د کشمکش او جنګ و جدل پر مهال خپل توازون او سکون وساتي چي خبره ئې په لا زیات اختلاف وا نه وړي.
څه وکړو؟
لجبازي یو اکتسابي خاصيت دئ که څه هم ډېری په دې خاصيت اخته دي خو خورا زیات خطرناک دئ او کولای سي چي د ګډ ژوند ریښې وباسي. لجباز او سرټمبه کس رواني بلوغ ته نه دئ رسېدلی او پر خپلو عاطفي او هیجاني کارونو د کنترول توانايي نه لري. د داسي يوه فرد په ژوند کي تدبیر، سرښندنه، او متقابل درک لکه له آسمانه د ستورو را تا کول داسي دي. هغه په تېر پسي آرمان کوي او انتقام اخیستونکی دئ. که فکر کوئ چي هومره يو پر بل باندي مئین ياست چي د لجبازۍ او سرټمبګۍ دا روحیه به د عشق او میني تر اغېز لاندي راسي، تېروتنه کوئ. لجبازي او سرټمبګي د یوه انسان ټول ژوند زېر و زبر کوي او کېدای سي لکه څنګه چي د نورو په باره کي رامنځ ته کېږي، د يوه لجباز انسان د خورا ډېر نژدې کس سره په سلوک کي چي تاسي ياست، هم ښکاره سي. لجباز انسان حتا له خپلو ځانو سره هم سرټمبګي کوي او په ژوند کي مصلحت، منطق او صلاح و مشوره د ځان يا نورو سره تر لجبازۍ قربانوي.
د يوه لجباز او سرټمبه انسان سره واده یوازي هغه وخت صحیح دئ چي دا روحيه له ځانه لېري کړي. د لجبازۍ او سرټمبګۍ روحیې پرېښودل معمولاً د يوه ارواپوه ډاکټر په مرستي سره کېدای سي. په همدې خاطر، تر هغو چي مو مقابل طرف ښه سوی نه وي یا ئې علاج نه وي کړی، ورسره د واده کولو پرېکړه مه کوئ، چي دا لکه د يوه وحشي زمري په خوله کي ځان ورکول داسي دي.