ژباړه او راټولونه: مریم محمدي
د څیړنو په اساس یو انسان له بل انسان نه د یخنۍ احساس توپیر لري، که څه هم د سړو په پرتله د ښځو ډېر یخ کېږي، خو روغتیاپوهان وايي، هغه انسان چې تل د یخنۍ احساس کوي، لاملونه یې ځینې ناروغۍ دي، لکه:
۱- د شکر ناروغۍ
ډېر کله شکر ناروغي د ‘حدودي عصب’ د نیمګړتیا لامل ګرځي، د دغې ناروغۍ نښې بې حسوالی او په پښو او لاسونو کې درد دی، دا چې زیانمن شوی عصب دماغ ته د بدن د حرارت د درجې استولو دنده لري. ډاکټران وايي د دې امکان شته چې د شکر ناروغي لرونکي کسان تل د یخنۍ احساس وکړي.
۲- په تایرایډ مرغړي کې ستونزه
تایرایډ یا تیموس مرغړی په بدن کې د تړمې هوا او د حرارت د درجې ساتلو د سیستم کار مخته بیايي، تایرایډ مرغړی بدن تود ساتي، خو کله چې دغه مرغړی ټیټ شي، انسان د سړوښې احساس کوي.
په دې حالت کې انسان داسې انګیري چې تودېدو ته اړتیا لري، او تایرایډ مرغړی لا نورې تودوخې تولیدولو ته اړباسي.
۳- د وینې په جریان کې ستونزې
د وینې جریان په بدن کې د حرارت د درجې منظمولو لپاره مهم رول لوبوي، کله چې د وینې جریان ګډوډ شي انسان په پښو او لاسونو کې د یخنۍ ډېرېدو احساس کوي.
۴- بدن کې د اوسپنې د کچې کموالی
د دایمي یخنۍ احساس یو لامل په وینه کې د اوسپنې کموالی هم دی، اوسپنه په سرو کرویاتو کې د هغوی د ښې دندې رسونې لپاره ډېره مهمه ګڼل کېږي، داسې چې په ښه توګه د بدن هرې برخې ته اکسیجن ورسوي.
۵- د وزن کموالی
د هغو کسانو هم ډېر ساړه کېږي، چې وزن یې کم شوی وي، لامل یې دا دی چې بدن د یخنۍ پر وړاندې په کافي اندازه غوړ له لاسه ورکړي وي، او د میتابولیزم پر کار منفي اغېز کوي، چې دا کار د بدن د حرارت پر درجې هم اغېز لرلی شي.
د نورمال وزن ساتنه انسان ته دا وړتیا ورکوي چې بدن یې په ښه توګه د تودوخې ددرجې انډول وساتي.
یادونه: که مو تل د یخنۍ احساس کاوه نو په کار ده چې یوځل له ډاکټر ته ورشئ.