د بنګله دېش د ښځينه کرکټ ټیم لوبغاړې “سنجیده اسلام” خپل واده په ځانګړي انداز کې وکړ. دا واده په ټولنیزو رسنیو ښه ډېر خپور شو.
اوس په ټوله نړۍ کې نوي واده شوې جوړې په دې هڅه کې دي او غوره ګڼي، چې د دوی د واده لمانځل دې تر ټولو ګران او غیرمعمولي وښودل شي، په داسې حال کې چې د واده ځای/موقعیت ته هم خورا ډېر اهمیت ورکول کېږي، نو ځکه د بنګله دېش لوبغاړې “سنجیده اسلام ” ناوې د واده دې ځانګړې انداز او انځورونو واقعیا مینهوال ډېر حیران کړل.
د “سنجیده اسلام” واده ، چې د کرکټ نړیوالې شورا په تایید شوې انسټاګرام اکونټ کې خپور شوی، ښیې چې سنجیده اسلام، د واده جامې او ګاڼې اغوستي، د کرکټ په(میدان) کې ولاړه، په لاسونو کې یې د ګلانو ګیډۍ پرځای بیټ نیولای.
۲۴ کلنه “سنجیده اسلام” په بشپړه توګه د ناوې په څېر لیدل کیږي ، په داسې حال کې چې د سنجیده اسلام ترشا، ځینې لوبغاړي د کرکټ په لوبه هم لیدل کېږي.
سنجیده اسلام په خپله ټویټر پاڼه د خپل واده ځینې عکسونه هم شریک کړي، چې په کې هغه د خپل ژوند ملګري سره لیدل کېږي.
“سنجیده اسلام” په خپل اکاونټ کې عکسونه شریک کړي او په سرلیک کې یې ورسره لیکلي، “د نوي ژوند پیل.”
د یادونې وړ ده، چې سنجیده اسلام د بنګله دېش لپاره لومړنۍ نړیواله لوبه په ۲۰۱۲م کې د آیرلینډ پر وړاندې کړې وه.