سام سنګ ولې له دې وروسته د موبایلونو سره چارجر نه ورکوي؟

رنګین تجريدي ډیزاین

اوازي دي چې د امریکایي “ایپل “کمپنۍ په څېر سام سنګ به هم د خپل سمارټ موبایلونو سره د چارجر په ورکړه غور کوي.
ويل شوي ددې لوی هدف په لګښت کې د کموالي راوستل دي.
د یو کوریایي ویب سایټ اې ټي نیوز په حواله؛ امکان شته چې سام سنګ راروان کال یعني ۲۰۲۱ کې راتلونکي ځینې سمارټ ماډل موبایلونو سره چارجر نه وي.
یاران uncategorized 383 سام سنګ ولې له دې وروسته د موبایلونو سره چارجر نه ورکوي؟
د یادوني وړ ده، چې “ایپل ” اول د خپلو ائفونو سره د چارجر د نه ورکړي په ذهنیت کار کوي او د ټیکنالوجۍ په نړۍ کې د ډېری تجزیي کارونو دعوا لري، چې د ائی فون په دولسم سیریز سره به چارجر نه ورکول کېږي.
د ايپل په هکله اوازي دي، چې دا به جلا ۲۰واټه تېز چارجر د خرڅلاؤ لپاره مارکیټ ته وړاندې کړي.
ویل کېږي، چې ایپل او سام سنګ د دې نظرېې تر شا د موبایل راتلونکي لګښت کمولو سره سره په ” اې ویسټ ” کې هم کمي راوستل او چاپیریال پام کې نيول دي، ځکه، څومره چې په نړۍ کې د موبایلونو استعمال ډېرېږي همغومره به الکټرانیکي شیانو نوښت و غوښتنه هم ډېرېږي، چې پدې سبب به ټولنیز او روغتیایي مسایل هم راپیدا کېږي.