د مالګې څو په زړه پورې کورنۍ کارونې

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه: نسیمه محمدي
په دې مطلب کې د مالګې ۱۱ په زړه پورې کارونې درته ښایو.
۱ – د زړو کالیو طبیعي رنګ بېرته راوګرځوئ؛
کالي مو د مالګې په محلول کې ووينځئ. داسې چې ۱/۴ پیالې مالګه د کالیو وينځلو ماشین ته اضافه کړئ. ډاډه اوسئ د کار پایله به مو حېرانوونکې وي.
۲ – د مصنوعي ګلانو پاکول؛
له مصنوعي ګلانو څخه د دوړو د ښه پاکېدلو لپاره په یوه کڅوړه کې مالګه اضافه او ګلان د کڅوړې په منځ کې وڅنډئ، چې ګردونه ترې لرې او پاک شي.
۳ – له ګېلاس یا عینکو د لب سیرین پاکول؛
له ګېلاس یا عینکو څخه د قوي او ډېر رنګ لرونکي لب سیرین لرې کولو لپاره، لږه اندازه تصفیه شوې مالګه په آرامۍ سره، داسې چې خط ونه خوري، ومښئ او وروسته یې ووینځئ.
۴ – د وچ پوستکي ساتنه؛
مالګه له وچ پوستکي څخه د ساتنې لپاره ښه انتخاب دی. مړ پوستکی له منځه وړي، د وینې جریان چټکوي او د پوستکي د روغتیا لپاره ښه چاره ده.
له حمام کولو وروسته د مالګې اوبه په خپل لوند پوستکي مساژ کړئ. د ښې پایلې لپاره له سمندري مالګې ګټه واخلئ.
۵ – د غاښونو کریم سره کارول؛
د غاښونو د لکو پاکولو، سپینولواو حتا د ضد مېکروبي کولو لپاره د مالګې له مېکروب ضد خاصیت څخه ګټه واخلئ. لوند برس په مالګه ککړ او په آرامۍ سره په غاښونو وموښئ یا هم په لوند برس د غاښونو کریم او وروسته لږه مالګه وپاشئ او غاښونه مو ووینځئ.
images (1).jpg
۶ – د سر له پخې مخنیوی؛
د شامپو کارونې وړاندې مالګه د سر په پوستکي ومښئ، پنځه دقیقې او په دقت سره مساژ ورکړئ، وروسته تقویه کوونکې شامپو وکاروئ.
دا کړنه مرسته کوي، چې د سر پخه مو ختمه او وېښتان مو روغ او غښتلي شي.
۷ – د ستوني درد تسکینوي؛
د ستوني درد د تسکین لپاره مالګه ګټوره ده. د مخاط کموالي او ستوني د پړسوب او التهاب ختمولو لپاره ښه ده. په یوه پیاله اوبو کې مالګه اضافه او له ۳۰ تر ۶۰ ثانیو پورې یې غرغره کړئ.
۸ – د غاښونو د برس د عمر ډېرېدو لپاره؛
له کارولو وړاندې د غاښونو برس د مالګې په اوبو کې کېږدئ. دا کړنه د غاښونو د برس د ډېر پايښت لامل کېږي.
۹ – د شونډو د ښکلا لپاره؛
مالګه یوازې د پوستکي لپاره نه، بلکې د شونډو لپاره هم ګټه لري. هر کله چې مو شونډې وچې او بدرنګې احساسوئ، یوازې مالګه وکاروئ.
په لندو ګوتو لږه مالګه واخلئ او له دایروي حرکتونو سره شونډې ماساژ او څو دقیقې وروسته ووینځئ.
پام مو وي دا چاره په آرامۍ ترسره کړئ، چې د شونډو د زخمي کېدو سبب نشي.
۱۰ – د خولې او غاښونو روغتیا بهتره کېدل؛
خوله مو له ۳۰ تر ۶۰ ثانیو لپاره د مالګې اوبو سره ډکه او خالي کړئ. دا د خولې او ستوني د ټپونو ختمېدلو لپاره عالي کړنه ده.
۱۱ – له فرش څخه د چایو د لکې پاکول؛
په فرش د چایو تر تویېدو وروسته، چای ټول او سمدستي پرې مالګه وپاشئ. د څو ساعتونو وروسته یې پاک او دستمال پرې وموښئ، چې پاک شي.
سرچینه:  Mihanfal.com