یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

امریکا ته د ملګرو ملتونو د خبریالې ځواب: ستاسې قانون، څه نړيوال قانون نه دی

راپور: نسیمه محمدي
اګنس کالامارد د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې خبریالې، د خپل راپور په اړه، چې د قاسم سلیماني د ترور په اړه خپور کړی وو، د امریکایي چارواکو د څرګندونو ته ځواب ورکړ او د واشنګتن دریځ یې رد کړ.
هغې دا غبرګون هغه وخت چې د امریکا له لورې د ایراني قاسم سلیماني د وژنې په اړه یې یوه تحقیقي راپور خپور کړ او دا کار یې غیرې قانوني بللی و.

د ملګرو ملتونو ځانګړې خبریالې په دې اړه په خپل ټوېټر ولیکل:

” نړیوال قوانین او حقوق، د امریکا حقوق او قوانین نه دي. زما د راپور اساس د پرله پسې او نه کنټرول شويو نظامي حملو، په قاسم سلیماني د حملې د ارزونې او د نړیوالو قوانینو په اړه او د لا زیاتو کړکېچونو د مخنیوي لپاره د اړینو اقداماتو او تدابيرو  غوښتونکی دی.”

دې خبریالې د خپل وروستي راپور څخه د دفاع ترڅنګ د قاسم سلیمان د ترور په اړه وویل چې نړیوال حقوق او قوانین، د امریکا قوانین او حقوق نه دي.
وړاندې له دې په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي او سفیر، د قاسم سلیماني ترور د نړیوالو حقونو ښکاره نقض، وباله.
اګنس کالامارد د ملګرو ملتونو ځانګړې خبریالې د پنجشنبې په ورځ، د بشري حقونو عالي کمیسارۍ ته، د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو پخواني مشر قاسم سلیماني، ناقانونیت او خپلسرو ترورونو په نوم، خپل راپور د بشري حقونو شورا ته وړاندې کړ.


نوموړې د خپل راپور په یوه برخه وايي:

” یو لوړپوړی ایرانی دولتي چارواکی هدف شو؛ د هغه هېواد چارواکی، چې د حاکمیت څخه برخمن دی.”

باید یادونه وکړو، چې اګنس د راپور خپرېدل د امریکایي چارواکو له توند غبرګونو سره مخ شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزير مایک پمپیو پر ټویټر توند غبرګون ښودلی او ددې خبریالې راپور یې غندلی دی، چې ترې وروسته د ملګرو ملتونو خبریالې ورته یاد غبرګون وښود او ویې ویل چې د امریکا قانون، څه نړیوال قانون نه دی.