
راپور: بشر درویش
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، که چیرته یوه ولایت کې ښځه والي شي، نو د نوې پریکړې له مخې به یې بیا هم مرستیاله ښځینه وي.
نن افغان کابینې تازه پریکړه کې ویلي چې د هر ولایت مرستیاله به ښځینه ټاکي.
ښاغلي صالح پر ټویټر لیکلي له دې ګامه یې موخه دا ده چې اساسي جوړښت کې اصلاحات راشي او ښځینه قشر پياوړی کړي.
نوموړي ویلي چې دا پریکړه به په ټولو ۳۴ ولایتونو کې پلي کیږي.
«دا به ټولو ولایتونو کې پلي کیږي، که چیرته یوه ښځه والي هم ټاکل شوي وي، بیا به یې هم مرستیاله ښځینه وي.»
Each province, as a MUST, will have a deputy governor.This is part of our structural reform to further empower women. This is a quota which has to be implemented in all 34 provinces of Afgh. It must be done soon. Even if a woman becomes a governor the quota still holds & applies
— Amrullah Saleh (@AmrullahSaleh2) July 6, 2020
د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي نن یوه خبري کنفرانس ته ویلي چې دا وړاندیز د افغانستان د ښځو چارو وزارت کړی چې د کابینې له خوا تصویب شوی دی.
ده ویلي؛ کابینې اړوند ادارو ته امر کړی چې ژر تر ژره په دې برخه کې اقدامات وکړي.
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د افغانستان ځینو ولایتونو کې ښځینه د والیانو او مرستیالانو په توګه ټاکل شوي هم دي.
په وروستي ځل څو ورځې مخکې ولسمشر اشرف غني لوګر ته د سفر پرمهال ژمنه کړې وه چې د لوګر ولایت لپاره به یوه ښځینه مرستیاله وټاکي.