په دې کارونو سکون ترلاسه کړئ

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ژباړه: نوراحمد فضلي
په نننۍ ګڼه ګوڼې دنیا کي، هغه څه چي زموږ تر روغتیا هم ارزښت لري دا دي چي په ورځ کي څومره کار کېږي. ځکه خو د ویني لوړ فشار، عصبي کېدل او یا د سټریس او فشار په شان په نورو مریضیو مبتلا کېدل په نننۍ دنیا کي د حیرانتیا خبره نه ده. حتا که سفر هم کوو، ډېری چي بیرته له سفره راګرځو، له پخوا څخه ډېر په سټریس اخته سوي یوو. پر دې اساس خو کله سفر هم زموږ درد ته نسي دوا کېدلای او موږ ته سکون نه رابخښي. په دې تړاو زموږ په دې مطلب کي هغه تګلاري او لاري درته ښيیو چي په استفاده کولو سره یې کولای سئ خپل بوخت ژوند ته سکون ور وبخښئ.
خندا: خندا مو خوی و بوی بهتره کوي، د جنګ او جدل د کمېدو او سکون حاصلېدو سبب ګرځي او همدارنګه یو مثبت چاپېریال رامنځ ته کوي. خندا په فرد پوري منحصره ده او په وجود کي د سټریس هورمون د ترشح د اندازې د کمښت او اندروفین د ډېرښت سبب کېږي. خندا هم ستاسي او هم ستاسي د شاوخوا کسانو ته ګټوره ده.
په یوه وخت کي یو کار عملي کول: موږ اکثره په ننني نوښتګره نړۍ کي پر یوه وخت څو کارونه کوو او دا کار مو د ژوند کیفیت راکښته کوي. پر دې اساس، پر یوه وخت یو کار ترسره کول مو د سټریس د راکمېدو او د کار کیفیت د لوړېدو سبب کېږي.
تنفسي تمرینات: بېلابېل تنفسي تمرینات سته چي کولای سئ په مرسته یې سکون حاصل کړئ. بهترین ډول یې د ساه نیولو او ساه اخیستلو هغه دی چي هر یو یې د ۴ ثانیو په موده ترسره کېږي. یو بل روش په پټو سترګو کښېنستل او د سږو ساه اخیستل او ساه ایستل احساسول دي. دا تنفسي تمرین هرځای ترسره کولای سئ؛ په کارځای کي، په بېروبار کي او له خوب مخکي په بستره کي.
موسیقي: د ورځي په جریان کي موسیقي اورېدل او له هغه خوند وړل مو په سټریس کمولو په موخه بهترین روش دی. البته ډاډه اوسئ چي موسیقي ته سم غوږ ږدئ او کلاسیکه موسیقي انتخابول ښه دي چي د زړه ضربان او د ویني فشار راکښته کوي.
ذهني انځورګري: وايي فکر او جسم یو د بل سره په تماس کي دي. په ذهني انځورګرۍ سره او ځان په یوه هوساکوونکي چاپېریال کي په تصورولو سره کولای سئ ځان ته سکون ورکړئ. یوازي یوه دقیقه وخت نیسي مګر همدا یوه دقیقه هغه سکون چي تاسې غواړئ؛ درکولای سي.
ورزش: حتا یو لنډمهاله پلی تګ ډېر تفاوت رامنځ ته کوي. ورزش سربېره پر دې چي تاسي له خپل کاره لېري کوي د اندروفین هورمون د ترشح سبب ګرځي. منظم ورزش ډېري ګټي لري لکه د خوب کیفیت لوړوي او له ډېرو ناجوړیو مخنیوی کوي.