له تېرې شپې راهیسې په خواله رسنیو کې سلګونه افغانان د ولسي جرګې د غړو او کورنیو چارو وزارت پر تازه ناندرۍ په بحثونو بوخت دي.
د جنجال پیل
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیالې مروه امیني رسنیو ته ویلي، چې تېره شپه ۸ بجې د کابل په ختیځ کې د دغه ولایت ګمرک ته څېرمه پولیسو د دوو وکیلانو موټرې پلټلي.
د دې په وینا د پلټنو پر وخت د وکیلانو د موټرو تورې ښیښې سپینې شوي، چې وکیلان یې قهرولي.
وزارت نه ده په ډاګه کړې، چې د کومو وکیلانو او پولیسو ترمنځ ټکر رامنځته شوی.
بیا څه وشول؟
د ولسي جرګې وکیلان د شپې په شاوخوا یوولس نیمو بجو د جرګې په تالار کې په بېړني ډول را ټول شوي او د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي یې په دې اړه احضار کړی.
د وزارت ویاندې تایید کړې، چې مسعود اندرابي جرګې ته غوښتل شوی او اعتراضونه ورسره شریک شوي.
خوشال سادات هدف دی!
سرچینو ویلي، چې د ولسي جرګې وکیلانو له کورنیو چارو وزیر څخه غوښتي څو د وزارت ستر امنیتي مرستیال خوشال سادات زر له دندې ګوښه کړي.
د سادات د ګوښه کیدو لپاره د وکیلانو دلیل نه دی په ډاګه شوی، خو ویل کیږي چې دوی د دغې ناندرۍ ترشا تر هر چا د نوموړي زیات لاس ویني او فکر کوي، چې خوشال سادات دوی ته درناوی نه لري.
د وکیلانو روایت
د ولسي جرګې او پولیسو د دغې ناندرۍ په اړه په خواله رسنیو کې قضاوتونه بېلا بېل دي.
د وکیلانو یو شمېر پلویانو بیا ویلي، چې پولیسو په جرګه کې د افغان هندو باورو له استازي سره ناوړه چلند کړی.
د دوی په خبره تر دې وروسته د جرګې غړې مریم سلېمانخېله له خپلو پلویانو سره د هغه ملاتړ ته ورغلې او دې هم پولیسو سره ناندرۍ وهلي.
ویل شوي، چې د ناندرۍ ځای ته له رسیدو سره مریم سلېمانخېلې سره هم پولیسو بد چلند کړی او په غبرګون کې یې وکیلان په بېړني ډول د کورنیو چارو وزارت د چارواکو خلاف را ټول شوي.
د معلوماتو تشه
په ټوله کې د دې قضیې په اړه خلک تراوسه د معلوماتو له تشې سره مخ دي.
ډېری قضاوتونه، چې په دې اړه شوي، د معلوماتو د تشې ستونزه پکې لیدل کیږي.
په ټولنیزو رسنیو کې د کورنیو چارو وزارت یو شمېر مطبوعاتي کارکوونکو په مختلفو بڼو وکیلان ملامت کړي او دوی یې د وزارت د مافیا ضدو کارونو له کبله پاریدلي یاد کړي.
خو وزارت په رسمي ډول داسې تونده او ښکاره موضع ګیري نه ده کړې.
وکیلانو هم په څرګند ډول تراوسه پر دې قضیې واضحې خبرې نه دي کړي او نه ده معلومه، چې ناندرۍ د کومو وکیلانو او پولیسو شوې او نورو یې ولې ملاتړ کړی؟